ایران د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره خپلې څېړنې پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177130-ایران_د_افغانستان_د_معدني_سرچینو_د_پېژندلو_لپاره_خپلې_څېړنې_پیلوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د  ځمکپوهنې او معدني اکتشافاتو اداره  وائي، د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
(last modified 2026-08-25T09:02:44+00:00 )
Aug 25, 2026 13:27 Asia/Kabul

د ایران د اسلامی جمهوریت د  ځمکپوهنې او معدني اکتشافاتو اداره  وائي، د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو لپاره یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د ایران د ځمکپوهنې  او معدني  اکتشافاتو ادارې  مشر   سید محمود فاطمي عقدا، ویلي، د افغانستان د معدني سرچینو د پېژندلو ترڅنګ، د دغو سرچینو لپاره د معلوماتو د بانک جوړولو چارې هم پیل شوې دي.

نوموړي افغانستان د ایران د «معدني ډیپلوماسۍ» له مهمو هدفونو بللی او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه د کانونو او ځمکپوهنې په برخې کې د همکاریو د پراختیا هڅې کوي.

فاطمي عقدا وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ځمکپوهنې، معدني اکتشافاتو او علمي همکاریو پراختیا د اقتصادي ملګرتیاموسیسې، «اکو»، په چوکاټ کې هم تعقیبېږي.

فاطمي عقدا وايي، افغانستان په راتلونکي کې د ایران د صنعتونو د اړتیا وړ د ځینو معدني موادو د برابرولو یوه برخه پر غاړه  اخستلی شي.

په افغانستان کې د اقتصادي چارو  یو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې باور دي چې افغانستان   د طبيعي کانونو ډیرې  زيرمې لري، خو د دغو سرچینو د ښه مدیریت، اکتشاف او استخراج لپاره لا هم ډېرو علمي څېړنو او پانګونې ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې ایراني شرکتونه او پانګه‌وال د افغانستان د کانونو او پیټرولیم په برخو کې پانګونې ته لېوال دي.