د نړۍ د 23 کلنو په سیالیو کې د ایران د غیږنیونې ټیم اتلولي
(last modified Mon, 28 Oct 2024 09:51:18 GMT )
Oct 28, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • د نړۍ د 23 کلنو په سیالیو کې د ایران د غیږنیونې ټیم اتلولي

پارس ټو ډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د ۲۳ کلنو د غیږ نیونې ملي ټیم ۷ رنګارنګ مډالونه وګټل او د البانیا د غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو اتل شو.

د ایران ملي ټیم د البانیا په تیرانا ښار کې د 23 کلنو د نړۍ  غیږ نیونی د کشتۍ په سیالیو کې درې د سرو زرو، یو د سپینو زرو او درې د برونزو مډالونه وګټل. د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې سیالیو کې د ایران د فری سټایل غیږنیونې لوبډلې په ۷۹ کیلو ګرامه وزن کې مهدي یوسفي، امیر حسین فیروزپور په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې، امیررضا معصومي په ۱۲۵ کیلوګرامه وزن کې، مهدي حاجیلویان په ۹۷ کیلو ګرامه او علي مومني په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.  ابراهیم خواري په ۶۱ کیلو ګرامه وزن کې او عباس ابراهیم زاده په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

په دې سیالیو کې د آذربایجان جمهوریت او د جاپان جمهوریت ټیمونه په ترتیب سره دویم او دریم مقام خپل کړ.

 

کلیدي ټکي : له  23 کالو کم عمر لرونکي د فری سټایل غیږې سیالۍ، د نړۍ اتلولۍ، د ایراني غیږ نیوونکي، د ایراني ورزشکارانو بریا،

 

ټیګونه