امام خامنه‌اي: صهیونیسټي رژیم په محاسباتي تیروتنې اخته شوی دی
(last modified Mon, 28 Oct 2024 06:06:58 GMT )
Oct 28, 2024 10:36 Asia/Kabul
  • امام خامنه‌اي: صهیونیسټي رژیم په محاسباتي تیروتنې اخته شوی دی

پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلې وینا کښې وفرمایل: د صهیونیسټي رژیم چارواکي د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله په محاسباتي غلطۍ اخته دي ځکه چې د ایران ولس او ځوانان نه پيژني او تراوسه نه دی توانیدلی چې د دې ولس په قدرت، توانمنۍ، نوښت او ارادې باندې صحي پوه شي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د ویب سایټ په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون د امنیت د شهیدانو د کورنیو د زرګونو کسانو په کتنه کښې، په غزې او لبنان کښې د سختو بوږنونکو جنایتونو په ترسره کولو کښې د خبیث صهیونیسټي رژيم پرله پسې اقداماتو ته په اشارې سره، د دغه پلید رژيم خلفا د یو نړیوال ائتلاف د جوړیدو غوښتنه وکړه.

حضرت آیت‌الله خامنه اي د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم د څو شپې مخکښې له شرارته ډک اقدام ته په شارې سره زیاته کړه: د دې سپک کار په لړ کښې، دوي خپله په خاصو اهدافو سره هغه ډیر ستر ښايي خو د دغه کار وړوکی بلل او دا چې ووایئ هیڅ نه وو او داسې خاص اهمیت یې نه درلود، هم غلط دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د صهیونیسټي رژیم مشران د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف په محاصباتي تیروتنې کښې دي ځکه چې د ایران ځوانان او خلک نه پیژني او تراوسه نه دی توانیدل چې د دې ولس طاقت، وسمني، نوښت او هوډ په سمه توګه درک کړي.

دوي ټینګار وکړ چې البته د کار کیفیت باید مسئولان، په سمه توګه معلوم کړي او هغه څه چې د دې هیواد او ولس په صلاح وي، ترسره یې کړي ترڅو هغوي پوه شي چې د ایران ولس څوک دی او ځوانان یې څنګه دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژيم غمیزه ناکو جنایتونو او د څه باندې لسو زرو ماشومانو او له دوو زرو د زیاتو ښځو شهادت ته په اشارې سره چې د ترټولو وحشیانه جنګي جنایتونو نمونه ده، په غزې او لبنان کښې د دغه رژیم له اقداماتو سره په مقابله کښې د ملګرو ملتو په شان د نړیوالو ټولنو او حکومتونو په ستر غفلت باندې سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: جنګ یولړ قواعد او قوانین او حدونه لري او داسې نه ده چې په جنګونو کښې دې د ټولو حدودو خلاف ورزي وشي خو په نیواکي ټاټوبي باندې واکمنې جنایتکارې ډلې ټول حدود او قواعد ترپښو لاندې چخڼي کړي دي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغه جنایتکار رژیم په وړاندې د حکومتونو په تیره بیا د اسلامي حکومتونو اودریدل او د دغه جلاد رژيم خلاف د یو نړیوال ائتلاف جوړیدل ضروري وبلل او زیاته یې کړه: اودریدنه د اقتصادي مرستو د بندولو په معنا نه ده ځکه چې جوته ده چې د غاصب رژيم مرسته، ترټولو بده او ستره ګناه ده، بلکې اودریدنه یعنې د دغه خبیث رژيم په وړاندې چې ترټولو بوږنونکي جنګي جنایتونه ترسره کوي د یو نړیوال سیاسي او اقتصادي او د ضرورت په بڼه کښې د یو پوځي ائتلاف جوړول دي.

دوي همداشان د امنیت د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کښې، دغه شهیدان د حق د لارې له ترټولو غوره شهیدانو وبلل او د ټولنې په ټولو چارو او د خلکو د ژوند په مختلفو اړخونو کښې د امنیت د بیخ بنا اهمیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: یوازې یو پیاوړی ایران کوې شي چې د هیواد او ولس امنیت او پرمختګ تامین  او تضمین کړي، په دې وجه ایران باید په ټولو اقتصادي، علمي، سیاسي، دفاعي او مدیریتي اړخونو کښې ورځ تر بلې لاپياوړی شي.

 

ټیګونه