مصر په غزې تړانګه کښې د څلور ورځې اوربند وړاندیز کړی
(last modified Mon, 28 Oct 2024 00:41:59 GMT )
Oct 28, 2024 05:11 Asia/Kabul
  • مصر په غزې تړانګه کښې د څلور ورځې اوربند وړاندیز کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې قاهرې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د دوه ورځې اوربند وړاندیز کړی دی چې پکښې به د څلورو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کښې ځینې فلسطیني بندیان خوشي شي.

د مصر ولسمشر السیسي په قاهرې کښې د الجزایر له ولسمشر له «عبدالمجید تیبون» سره په خبري کانفرنس کښې وویل دایمي موافقې ته د رسیدا د هڅې لپاره د موقته اوربند د اجرا لپاره خبرې اترې باید په لسو ورځو کښې له سره پیل شي.

دغه راز د ملګروملتونو امنیت شورا د ایران په غوښتنه نن بیړنۍ غونډه کوي په کومه کښې به چې د ایران په خاوره باندې د اسرائیلو د جنایتکار رژیم د حملې په هکله غور وشي.

بل خبر دا چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي وویل چې امریکا په تیرې شنبې ورځ په ایران باندې د اسرائیلو په حملې کښې رول درلود.

هغه وویل امریکا په ښکاره ډول په ایران باندې د اسرائیلو په برید کښې ګډون وکړ.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل امریکا د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره هوايي کوریډور برابر کړ او اسرائیلو ته د امریکا  ورکړل شوي دفاعي تجهیزات په ایران باندې د اسرائیلو په تیرې شنبې ورځې حملې کښې د امریکا د ګډون ښودنه کوي.

په نړیواله سویه په ایران باندې د اسرائیلو رژیم ناکامه او له مسخرې څخه ډکه حمله په کلکه ډول غندل شوي ده او ډیرو هیوادونو دغه برید غندلی دی.

دغه راز د بریتانیا لیکوال پاټریک وینټور هم په ګارډین ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل په ایران باندې د اسرائیلو د حملې د کمزورتیا سویه سبب شوه چې د ایران خلک دغه حمله مسخره کړي.

هغه وویل په اوسنیو شرایطو کښې فیصله کول د ایران د خلکو حق دی چې د اسرائیلو د دغه برید په مقابل کښې کوم ډول  اقدام وکړي.

ګارډین ورځپاڼې په تیرې ورځې راپور کښې په ایران باندې د اسرائیلو رژیم په تیري باندې د غور په ترڅ کښې وویل د ایران هوايي دفاع سیسټم د اسرائیلو د وسپنیزې ګونبسې له سیسټم څخه بهتر دی.

 

ټیګونه