د اسرائیلو د تیریو په وړاندې د ایران د اهل سنتو عالمانو غبرګون: د امریکاملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د سرکشۍ سبب دی
د ایران اهل سنتو عالمانو په ایران د صهیونیسټي رژیم د تیریو په غبرګون کښې وویل: د امریکا ملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د سرکشۍ سبب دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د چارواکو له مخکینیو خبرداریو سره سره چې د اسرائیلو جنایتکار او غیرقانونی رژیم دې له هر ډول بزدلانه اقدامه ډډه وکړی، صهیونیسټ رژیم د شنبه په سهار په یوه کړکیچ راپارونکي اقدام سر د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل . د اسراییلو رژیم دا برید د ایران په وخت هوايي دفاعي سیستم لخوا په بریالیتوب سره په شا وتمبول شو.
د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام د اهل سنتو عالمانو په شمول د ايران د مختلفو شخصيتونو د غبرګون سبب شو.
په دې اړه د ایران د سنندج جمعی امام مولوی فایق رستمي وویل: ایران د سیمې یو له سترو قدرتونو دی او د نړۍ هیوادونه د ایران له پوځي توان پوره خبر دي. په ایران د اسرائیلي رژیم برید د زمري له لکۍ سره یوه لوبه وه او خامخا به ورته دروند قیمت ادا کړي.
رستمي زیاته کړه: د ایران د اسلامي انقلاب تاریخ ښودلې ده چې په هر ځای کښې چې په دغه ایراني خاوره باندې حمله شوې ده، یرغلګر ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی او د اسرائیلو رژیم باید د ایران له سخت غبرګون ویره ولري.
د ایران د دهګولان جمعی امام مولوی "عبدالسلام محمدی" هم څرګنده کړه: د فلسطین، غزې او لبنان مسئله د اسلامی نړۍ یو له مهمو مسئلو او مشکلاتو دی. په غزه او لبنان کښې قتل عام او نسل وژنه د صهیونیسټی رژیم د وحشت، ظلم، وحشت او بربریت حقیقي بیلګه ده.
په عین حال کښې د ایران د کرمانشاه داهل سنتو جمعی امام مولوی "عبدالرحمن مرادي" په یوه پیغام کښې امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د سرکشۍ مسئول وبلل او اعلان یې وکړ چې له صهیونیسټ رژیم به د دې سپکاوي غچ واخلي.