پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه
(last modified Mon, 28 Oct 2024 10:57:29 GMT )
Oct 28, 2024 15:27 Asia/Kabul
  • پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه

سحاب – د صهیونیسټي  بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې  او پر هغه ئې حمله وکړه.

سحاب خبری چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ور کړی،د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو پرون د طوفان الاقصی عملیاتو د اسرائيلی وژل شوو کسانو په مناسبت په یولړ دستورو کې د خپلې وینا په پیل کې  ددغو کسانو د کورنیو له سخت اعتراض سره مخ شو.

د صهیونیسټي بندیانو کورنیو په دې باندې په اندیښنې سره چې نتنیاهو د سولې په موافقې پسې نه دی، ووئيل؛ یوکال تیر شو،خو ولې دې بندیان راستانه نه کړئ شول::::

د صهیونیسټي رژيم د اپوزیشن رهبر یائیر لاپیډ په اسرائيلو کې د امنیت په ټينګیدا کې د نتنیاهو د کابینې  په کړچار  په سختو نیوکو سره  ووئيل، واټونو ته دامنیت د بیرته ستنولو او د نظم دټينګولو وخت رارسیدلی دی  او  هغه وخت دی چې یو کس مسئول وي. د لاپیډ اشاره  دموساد  له مرکز سره نزدې د بسونو له تمځاي سره نزدې په یوه ټرک سره د یو شمیر صهیونیسټي پوځيانو باندې حملې ته وه چې د تل ابیب په شمال کې  پيښه شوې ده او لږترلږه پکې  پنځه صهیونیسټي پوځیان هلاک او پنځوس نور پوځیان ټپیان شوي دي.

د صهیونیسټي رژیم د دولسم چینل هم راپور ورکړی دی،یوازې په تیرې یوې اونۍ کې د غزې تړانګې  او لبنان په نښتو کې ددغه رژيم د پوځ ۲۲ پوځيان هلاک شوي دي.

 

ټیګونه