د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
(last modified Mon, 28 Oct 2024 08:36:03 GMT )
Oct 28, 2024 13:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم  ووژل شول

د چارخیلو سیمې  ورانکارو پرون ناوخته  په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په  ماښام لمانځه پسې  خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر  روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې  سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره  د پاراچنار د خلکو لپاره  د وړو ډک  ټریلر په یوهیړ  چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت  بورئ ئې له ځانه سره یوړی .

زمونږخبریال له پاراچناره راپور راکړ،په  داسې حال کې  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې نن د اولسمې ورځې لپاره د پاراچنار ټل ستره لاره د هر ډول ټریفک  لپاره تړل شوې ده،د لوئر کورم په چارخیلو سیمې کې ترهه ګرو دایف سي پر مامورانو برید کړی چې له امله ئې دوه ماموران وژل شوي او یو شمیر نوره هم ټپیان شوي دي .

په دراپور کې وئيل شوي دي د چارخیلو سیمې  ورانکارو پرون ناوخته  په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په  ماښام لمانځه پسې  خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر  روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې  سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره  د پاراچنار د خلکو لپاره  د وړو ډک  ټریلر په یوهیړ  چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت  بورئ ئې له ځانه سره یوړې . پولیسو وئيلي دي چې د جمې امام پخپله  ګاډي ته پورته ختلی ؤ چې خلک ولسموي او د وړو بورئ  چور کړي ،له ګاډي غورځيدلی او زخمي شوی دی.

ډيری شناندي او کارپوهان وائي چې  که د پاکستان مرکزي حکومت او پوځي  چارواکي په خود کې نشي ، نو دغه ترهه ګر او ورانکار نه یوازې د کورمیوالو لپاره بلکې  ددغې خاورې او حکومتی  چارواکو او اورګانونو لپاره هم ستره خطره رامینځةکوي ځکه په چارخیلو سیمې کې  په تیرو څو کلونو کې دا یولسمه ترهه ګره پيښه  ده چې کابو په لسګونو کسانو ژوند پکې بایللی دی.

 

ټیګونه