ایران یوازینی اسلامی هیواد دی چې جنایتکار صهیونیسټي رژيم ورڅخه ویره لري
(last modified Mon, 28 Oct 2024 09:24:52 GMT )
Oct 28, 2024 13:54 Asia/Kabul
  • ایران یوازینی اسلامی هیواد دی چې جنایتکار صهیونیسټي رژيم ورڅخه ویره لري

د پاکستان یوه تکړه او مشهور سیاستوال  ووئيل، دایران اسلامی جمهوریت  یوازینی اسلامی هیواد دی چې صهیونیسټي رژيم ورڅخه  ویریږي،له دې امله  له ایرانه ملاتړ په دغه ه یواد د تیریګر صهیونیسټي رژیم  دیرغلونو محکومیّت ډير ضروري دی.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکوي،  د پاکستان دمشرانوجرګې ددفاعي چارود کمیشن پخوانی مشر مشاهد حسین سید په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت یوازنی اسلامی هیواد دی چې  جنایتکار صهیونیسټي رژيم  ورڅخه په ویره کې دی.

مشاهد  حسین سید په ایران د صهیونیسټي رژيم  دتیری له ناکامۍ وروسته ددغه تیري  په محکومولو سره په خپل ټولنیز پیغام کې وئيلي دي هغه حمله چې  صهیونیسټي رژيم ئې له مودو راهسې خبره کوله  ترسره ئې کړ او د شواهدو په اساس دغه  حملې  هیڅ اغیزې نه دي شیندلي  اویوه تشریفاتي بڼه ئې درلوده.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د صهیونیسټي رژیم دغه ححمله  د ایران دفاعي سسټمونو په وسیله شنډه کړئ شوې  ده، ووئیل، ا یران یوازینی اسلامی هیواد دی چې  دغه تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژیم ترې ویره لري ، په دې وجه د اسلامی هیوادونو له خوا له ایرانه ملاتړ او ورسره پیوستون  ډیره ضروري چاره ده. مشاهد حسینی سید له ایرانه د ډیرو اسلامی هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره  دصهیونیستي رژيم  د جنایتونو په ضد په سیمې کې د وحدت  پر اهمیّت په ټينګار سره  ووئیل، پاکستان هم دغه تیري په سخته محکوم ک ي او دا ئې د ملګروملتو د منشور او د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ګڼلې ده. مونږ صهونیسټي رژیم  په سیمې کې د نښتو د زیاتیدا او پراختیا  مسئول  ګڼو او  دملګرو ملتو  له امنیت شورا غواړو چې  ددغه وحشي ډوله رژیم په پيزواني کولو سره  دې نړۍ ته سوله او امنیت بیرته وګرځوي.

 

ټیګونه