د امریکا د ولسمشر مرستیالې وویل چې ایران باید په اسرائیلو برید ونکړي
(last modified Mon, 28 Oct 2024 00:14:31 GMT )
Oct 28, 2024 04:44 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر مرستیالې وویل چې ایران باید په اسرائیلو برید ونکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې او د ولسمشر جوبایډن مرستیالې «کامالا هریس »د سي بي ایس ټیلي ويژن د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایران ته د ستا پیغام څه دی : وویل ایران اسرائیلو ته ځواب ورنکړي یعني حمله ورباندې ونکړي.

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیالې کامالا هریس ادعا وکړه زما له نظره په اسرائیلو وروستي برید ته د ایران ځواب ورکول به یوه غلطۍ وي.

د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکي نوامبر میاشتې د انتخاباتو کاندیدې «کامالا هریس» وویل دا اقدام یوه غلطۍ ده او مونږ د اسرائیلو دفاع کولو ته تیار یوو هماغه ډول چې مخکې مو هم چمتووالی لرلی او بیا به هم د اسرائیلو دفاع وکړو.

هغې وویل خو مهم ټکی دا دی چې په سیمه کښې باید تاوتریخوالی ختم شي او مونږ له ډيپلوماټیکو لارو او نورو رودو سره په سیمه کښې د تاوتریخوالي د ختمولو هڅه کوو.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې په مینځني ختیځ سیمه کښې د تاوتریخوالو د کمولو اراده لرو ادعا وکړه چې د سیمې په مشرانو کښې دغه یوشان نظر شته چې د اسرائیلو له غبرګون وروسته تاوتریخوالی زیات نشي او د امریکا نظر هم همدا دی.

هغې د امریکا د ایران ضد ادعاګانو په تکرارولو سره ادعا وکړه چې ایران باید سیمې ته له ګواښ کونکو اقداماتو لاس واخلي او مونږ به همیشه د ایران لخوا د هر ډول حملې په مقابل کښې د اسرائیلو دفاع وکړو.

 

ټیګونه