د لبنان حزب الله د اسرائیلو څلور پوځيان هلاک کړل
(last modified Mon, 28 Oct 2024 01:06:49 GMT )
Oct 28, 2024 05:36 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائیلو څلور پوځيان هلاک کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان په جنوب کښې له اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله سره په جنګ کښې د اسرائیلو د پوځ د یوه جګړن یعني میجر په شمول څلور پوځيان هلاک شول او څوارلس نور ژوبل هم شول.

د اسرائیلو پوځ هم د لبنان په جنوب کښې له حزب الله سره په جنګ کښې د خپلو څلورو پوځيانو وژل او د څوارلسو نورو ژوبلیدل تائید کړي دي.

د حزب الله غورځنګ لخوا د اسرائیلو په وژل شویو پوځیانو کښې درې څلویښت کلن پوځي «ابراهام یوف ګولډ برګ» او دیرش کلن پوځي «ګیلادر المالیچ» هم شامل دي.

په دې سربیره دوه نور وژل شوي اسرائیلي پوځيان نهویشت کلن کپتان« امیت چایوټ» او شپردیرش کلن میجر(جګړن) «ایلیاوامرام »شامل دي.

د لبنان حزب الله غورځنګ له تیرو څو اونیو راهسې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو ته سخته مرګ ژوبله اړولي ده او صهیونیسټ رژيم هم د لبنان په هستوګنه سیمو باندې بمبارې زیاتې کړي دي چې له کبله یې بې ګناه ملکي وګړي وژل کیږي.

د اسرائییلو رژیم وژل شوي پوځيان
د اسرائیلو د جنایتکار رژیم وژل شوي پوځیان

 

 

ټیګونه