ملګروملتونو د غزې په شمال کښې حالت ډير ناوړه وباله
(last modified Mon, 28 Oct 2024 00:25:36 GMT )
Oct 28, 2024 04:55 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د غزې په شمال کښې حالت ډير ناوړه وباله

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل چې زه د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د وژلۍ او د ژوبلې او د تباهۍ ویرونکي سویې لړزولی یم چیرې چې د اسرائیلو پوځیان حملې کوي او وايي چې هدف یې د حماس غورځنګ د بیا منظمیدا مخه نیول دي.

هغه وویل د غزې تړانګې په شمال کښې د کلابند شویو فلسطیني ملکي وګړو حالت د نه زغملو وړ دی.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د غزې تړانګې په شمال کښې د ملګي وکړو د وژلې او د ژوبلې او د تباهیو په سویې سخت خپه دی چیرې چې ملکي وګړي تر خاورو ښځلو لاندې دي ، ناروغه دي او ژوبل کسان د درملنې لپاره هیڅ روغتون نلري او له کورنیو سره هیڅ خواړو او خوراک نشته.

 

 

 

ټیګونه