په غزه کې ۹ صهیونیسټي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزې د خان یونس په سیمه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې ۴ اسرائیلي پوځیان هلاک شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د اسرائیلي رسنیو د را پور له مخې؛ صهیونیسټي پوځیانو د چاودېدونکو موادو او سره رنګونو د موندلو لپاره یوې ودانۍ ته ننوتي وو، چې د مقاومت کوونکو له لورې پرې ځای پر ځای شوي چاودېدونکې توکې وچاودېدل.
د راپورونو له مخې؛ د دغه چاودنې له امله د یادې ودانۍ د نړیدو پېښه کې ۴ اسرائیلي پوځیان په هلاکت ورسېدل او پنځه نور ټپیان شول.
بلخوا، د امریکا په ملاتړ یوې ادارې پرېکړه کړې چې په غزې کې ټول مرستندویه مرکزونه د یوې ورځې لپاره له فعالیت څخه بند کړي.
د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه د دې ادارې په مرستندویه مرکزونو باندې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د مرستو په تمه ۱۱۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.