په پاکستان او افغانستان کښې سبا لوی اختر دی
Jun 06, 2025 12:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان او افغانستان سبا لوی اختر لمانځي او خلک د اختر له لمانځه وروسته پسونه او غواګانې قرباني کوي.
دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان په شمول د فارس خلیج په عربو هیوادونو کښې نن لوی اختر ولمانځل شو.
په عربستان کښې د لوی اختر تر تولو ستر مراسم په مسجد الحرام او مسجد نبوي صل الله علیه واله وسلم کښې ترسره شول.
پرون شپاړس لکو حاجیانو د حج ستر رکن وقوف عرفه ترسره کړ او په دې موقع د فلسطینیانو لپاره ځانګړي دعا هم وشوه.
د تهران راډیو د پښتو خپرونې ټول کارکونکي د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
ټیګونه