درې اروپايي هیوادونه به د ایران له پریکنده غبرګون سره مخ شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په ایکس پاڼه کښې ولیکل
له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره له ښې ملګرتیا کلونو کلونه وروسته چې د داسې پریکړه لیک د خپریدا سبب شوه چې د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو یعني پي ایم ډي(PMD) په هکله مغرضانه ادعا یې پاې ته ورسوله زمونږ هیواد یوځل بیا په نه پاې بندۍ تورن کړی شوی دی.
عباس عراقچي وویل له ښه نیت سره د تعامل پرځاې دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد په مغرضانه اقدام لاس پوری کړی دی.
هغه وویل هغه وخت چې دغو دریو هیوادونو په دوه زره پینځم میلادي کال کښې همدغه ناسم کړچار غوره کړ نتیجه یې له ډیرو اړخونو په ایران کښې د یورانیمو د پخولو حقیقي زیږیدل وو .ایا واقعا دغو دریو اروپايي هیوادونو له تیرو شلو کلونو کوم درس نه دی اخیستی؟
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اروپا د یوې بلې سترې سټراټيژیکې غلطۍ په درشل کښې ده وویل زما خبره په یاد وساتئ ایران به د خپلو حقوقو د هر ډول خلاف ورزۍ په مقابل کښې پریکنده غبرګون وښيي او زیاته یې کړه کامل او انحصاري مسوولیت د هغه بې مسوولیته لوبغاړو پر غاړه دی چې د ځانونو په ورګډولو سره هر کار ترسره کوي.