د فلسطین د مقاومت ډلو دقیق کمین د اسرائیلو پوځ حیرانه کړ
(last modified Fri, 06 Jun 2025 06:30:14 GMT )
Jun 06, 2025 11:00 Asia/Kabul
  • د فلسطین د مقاومت ډلو دقیق کمین د اسرائیلو پوځ حیرانه کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د یوې ډیرې سختې امنیتي پیښې د رامینځته کیدا خبر ورکړ چې پکښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ یو ځانګړی یونټ د فلسطین د مقاومت ډلو له کمین سره مخامخ شو.

صهیونیسټي سرچینو اعتراف وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د اسرائیلو د ځواکونو پرضد یوه جدي امنیتي پیښه رامینځته شوي ده.

دغه راپور زیاتوي چې د فلسطین مقاومت ډلو په درنو وسلو سره د نښتې په وخت د صهیونیسټ رژيم د پوځ  په ملاتړو یونټونو باندې ډزې کړي دي.

د اسرائیلو سرچینو وویل دغه حمله د پوځ د یوه ځانګړي یونټ پرضد شوي ده او د توپونو په درنو ډزو او هوايي ملاتړ سره د وژل شویو او د ژوبلو شویو اسرائیلي عسکرو د ایستلو عملیات روان دي.

صهیونیسټي رسنیو دغه پیښه ډیره سخته او مرګوني بللي او ویلي یې دي د اسرائیلو د پوځ ځانګړي او تجربه کار ځواکونه د لوی اختر په لومړی ورځ له یوه خطرناک کمین سره مخامخ شوي دي.

دغو سرچینو زیاته کړه چې تراوسه د بیړني خالي کولو څلور هیلي کوپټرونه په ایخلوف، بلینسون او سوروکا روغتونونو کښې کوز شوي او هلته یې مړه او ژوبل اسرائیلي پوځیان  انتقال کړي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې په دغه کمین کښې د اسرائیلو څومره پوځیان هلاک او ژوبل شوي خو د هغوې د ایستلو کار روان دی.

دغه حمله په داسې حال کښې شوي ده چې د فلسطین مقاومت ډلو په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو خبرداری ورکړی و چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم نوي پرمختګ او تیري ته به په قدرت سره ځواب ورکړي.