افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمه‌ییزې ملګرتیا پراخې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177010-افغان_طالبانو_له_نړیوال_رسمیت_پرته_سیمه_ییزې_ملګرتیا_پراخې_کړې_دي
الجزیره ټيلیویژني چینل  راپور ورکړی چې  دافغانستان د طالبانو حکومت  له نړیوال مشروعیت او رسمیت پرته، په ټولې سیمې کې خپلې سوداګریزې او امنیتي ملګرتیاوې پراخې کړې دي.
(last modified 2026-08-23T09:14:45+00:00 )
Aug 23, 2026 13:41 Asia/Kabul
  •   افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمه‌ییزې ملګرتیا پراخې کړې دي

الجزیره ټيلیویژني چینل  راپور ورکړی چې  دافغانستان د طالبانو حکومت  له نړیوال مشروعیت او رسمیت پرته، په ټولې سیمې کې خپلې سوداګریزې او امنیتي ملګرتیاوې پراخې کړې دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، الجزیرې ټیلیویژني چینل د افغانستان د اوسني واکمن نظام د تېرو پنځو کلونو د فعالیتونو په ارزولو سره  ویلي چې د  افغانستان د طالبانو حکومت پنځه کاله وروسته له دې  چې واک ته بېرته ورسېد او په داسې شرایطو کې چې په نړیواله کچه نږدې د یوه منزوي حکومت په توګه پېژندل کېد، توانېدلی چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې امنیتي، سوداګریزې، انرژۍ او ټرانسپورټي اړیکې پراخې کړي.

روسیه د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې لومړنی هېواد ؤ چې د طالبانو حکومت ئې په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند؛ خو د ډیپلوماټیکو سرچینو او سیاسي کارپوهانو په وینا، د نړیوالې ټولنې ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت ته له بشپړ سیاسي رسمیت ورکولو ډډه کوي.

د پراخ نړیوال رسمیت له نشتوالي سره سره، د طالبانو حکومت په فعاله توګه هڅه کړې چې ځان د سیمې په ډیپلوماټیکو جوړښتونو کې مدغم کړي او له یو شمېر هېوادونو سره ئې اړیکې هم د پراختیا په حال کې دي.

د  افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیرې ته ویلي چې کابل اوس مهال له څه باندې ۴۰ ډیپلوماټیکو استازوَلیو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ هم پکې شاملې دي، او همدارنګه په کابل کې له لسګونو فعالو بهرنیو استازولیو او اورګانونو سره اړیکې لري.

له بلې خوا، چین د طالبانو د حکومت  پر یوه له مهمو شریکانو بدل شوی او په کابل کې د خپل سفارت د فعالیتونو له ساتلو سربېره، د امنیت او پانګونې په برخو کې هم له طالبانو سره نږدې همکاري کوي.

د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په رسمي توګه په بیجینګ کې د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه؛ خو چین تر اوسه د کابل اوسنی حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

له پاکستان سره اړیکې

له پاکستان سره اړیکې د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو پېچلې برخه جوړوي.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې په پراخه کچه د افغانستان د طالبانو له مهمو ملاتړو او متحدانو څخه بلل کېد ، خو واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د دواړو لورو اړیکې په جدي توګه ترینګلې شوې دي.

په ځانګړي ډول، د پاکستان هغه ادعا چې افغانستان پاکستانيو طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده؛ خو کابل دغه ادعا ردوي.