فارسي؛ د تمدن ژبه — یوولسمه برخه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177104-فارسي_د_تمدن_ژبه_یوولسمه_برخه
د «فارسي؛ د تمدن ژبه» د مطلب درنو لوستونکو او  د ژبې او فرهنګ مینه والو! په دې مطلب کې ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو اوږد سفر کې سره ملتیا لرو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د فکر، فرهنګ، باورونو او تاریخي خاطرو هېنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې پرې ژوند کړی، فکر یې پرې کړی او تلپاتې اثار یې لیکلي دي.
(last modified 2026-08-25T06:49:31+00:00 )
Aug 25, 2026 11:16 Asia/Kabul
  • فارسي؛ د تمدن ژبه — یوولسمه برخه

د «فارسي؛ د تمدن ژبه» د مطلب درنو لوستونکو او  د ژبې او فرهنګ مینه والو! په دې مطلب کې ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو اوږد سفر کې سره ملتیا لرو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د فکر، فرهنګ، باورونو او تاریخي خاطرو هېنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې پرې ژوند کړی، فکر یې پرې کړی او تلپاتې اثار یې لیکلي دي.

په دې سفر کې د باوري څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، له لرغونو زمانو څخه تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او بدلون تاریخ څېړو او هڅه کوو د دې لرغونې ژبې د لوړو ژورو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغې ژبې چې د پېړیو له تېرېدو او سترو تاریخي بدلونونو سره سره، لا هم ژوندۍ، پیاوړې او الهام‌بخښونکې پاتې شوې ده.

که تاسو هم د فارسي ژبې د ریښو، تاریخ او د ایران په فرهنګ او تمدن کې د هغې د ځای په اړه لېوالتیا لرئ، نو په دې علمي او فرهنګي سفر کې مو تر پایه ملګرتیا وکړئ.

تر دې وړاندې مو واورېدل چې یوناني ژبه څنګه د بېلابېلو ګړدودونو له منځه یوه ګډه ژبه شوه او تر نن ورځې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

وروسته د هندواروپايي ژبو یوې لږې پېژندل شوې، خو خورا ارزښتناکې څانګې ته ورسېدو؛ الباني ژبې ته. دا یوه خپلواکه ژبه ده چې د محدودو اسنادو له شتون سره سره، د هندواروپايي مورنۍ ژبې ځینې رازونه یې تر نن ورځې په ځان کې ساتلي دي.

له هغه وروسته د ایټالیا ټاپووزمې ته لاړو؛ هغه سیمې ته چې اومبري، اوسکي او لاتیني ژبې پکې دود وې.  اومبري او اوسکي ژبې په یوه وخت کې د میلیونونو خلکو ژبې وې، خو د وخت په تېرېدو د تاریخ له صحنې ووتلې او یوازې یو شمېر لیکنې یې پاتې شوې.  په دې منځ کې لاتیني ژبې په بشپړه توګه متفاوت برخلیک درلود.   دا هغه ژبه وه چې په پیل کې یوازې د روم په نوم د یوه کوچني ښار د خلکو ژبه وه؛ خو د روم د ځواک له پراختیا سره یې پولې واوښتې او د نړۍ د یوې سترې برخې د علم، قانون، ادبیاتو او تمدن په ژبه بدله شوه.

د لاتیني ژبې کیسه، د یوې ژبې د برخلیک له یوې سترې امپراتورۍ سره د تړاو کیسه ده؛ هغه کیسه چې په دوام کې به یې تعقیب کړو.

لکه څنګه چې مو وویل، له الباني ژبې وروسته یوې بلې څانګې ته رسېږو چې د لوېدیځ د تمدن پر تاریخ یې اغېز خورا پراخ دی؛ هغه د «ایټالیک» ژبو ډله ده. دا ډله، لکه څنګه چې له نوم څخه یې هم څرګندېږي، د هندواروپايي قومونو د لوېدیځې سیمې، یعنې د ایټالیا په ټاپووزمه کې دود وه. شاوخوا درې سوه کاله وړاندې له میلاد څخه، په دې سیمه کې د دې ډلې درې مهمې ژبې دود  وې، چې عبارت دي، له اومبري، اوسکي او لاتیني. هرې یوې ژبې د ایټالیا په ټاپووزمه کې په یوه ځانګړې سیمه کې رواج درلود او هرې یوې یې بېل برخلیک درلود.  خو یوازې یوې ژبې وکولای شول چې له خپلې سیمې واوړي او د نړۍ د یوې سترې برخې برخلیک بدل کړي؛ او هغه لاتیني ژبه وه.

لاتیني ژبه په پیل کې د روم ښار له ځانګړي ګړدود پرته بل څه نه وه. له همدې امله ورته «ښاري ژبه» ویل کېده؛ په داسې حال کې چې د ایټالیا په نورو سیمو کې دود ګړدودونه تر ډېره «کلیوالي ژبې» ګڼل کېدې. په هغه وخت کې هېچا نه شول اټکل کولای چې همدا سیمه‌ییز ګړدود به یوه ورځ خپل ټول سیالان شاته پرېږدي. خو د روم ښار د سیاسي او پوځي ځواک له پراختیا سره حالات بدل شول.

د دې ښار نفوذ هر کال پراخېده او ورسره د روم د خلکو ژبه هم ورو ورو شاوخوا سیمو ته خپرېده.

ورو ورو لاتیني ژبې ټوله ایټالیا ونیوله او نور ګړدودونه یو په بل پسې دې ژبې ته ځای پرېښود.

خو دا د دې سفر پای نه و. د روم زیاتېدونکي ځواک د ایټالیا له پولو هم واوښت. د «ګال» سیمه، چې د اوسني فرانسې ډېره برخه یې په بر کې نیوله، د روم له قلمرو سره یوځای شوه.  وروسته هسپانیه، د شمالي افریقا ځینې برخې او ګڼې نورې سیمې هم د دې سترې امپراتورۍ تر واک لاندې راغلې. له هرې نوې فتحې سره لاتیني ژبه هم یو ګام مخکې تلله او په ښارونو، اداري مرکزونو، پوځ، محکمو او ښوونیزو مرکزونو کې یې خپل ځای پیدا کاوه.

په دې توګه، لاتیني ژبه له یوه سیمه‌ییز ګړدود څخه په پراخه ژبه بدله شوه؛ داسې ژبه چې نه یوازې د یوې سترې امپراتورۍ د ادارې وسیله وه، بلکې ورو ورو د میلیونونو انسانانو ګډه ژبه هم وګرځېده. جالبه خبره دا ده چې د لاتیني ژبې فرهنګي عمر، د هغې د ورځني خبرو له عمر څخه ډېر اوږد و. حتی هغه مهال چې خلکو په ورځني ژوند کې په لاتیني خبرې کول پرېښودل او د دوی خبرېدونکې ژبې بدلې شوې، لاتیني بیا هم خپل اعتبار وساته.

اروپايي پوهنتونونو، ساینسپوهانو، لیکوالانو او علمي مرکزونو د پېړیو لپاره خپل اثار په دې ژبه لیکل؛ او همدې کار لاتیني ژبې ته د اروپا د علم او ادب د ژبې په توګه خپل ځای وساته.

لاتیني ژبه چې لا هم د کاتولیکې کلیسا رسمي ژبه ده؛ دا خبره ښيي چې د لاتیني ژبې نفوذ د روم د سیاسي واک له پای ته رسېدو وروسته هم دوام وکړ او د دین او فرهنګ په برخه کې یې خپل ځای وساته. خو هېڅ ژبه، که هر څومره پیاوړې هم وي، له بدلون او تحول څخه خوندي نه پاتې کېږي. هماغه عامل چې د لاتیني ژبې د پراختیا سبب شوی و، وروسته د دې ژبې د بدلون زمینه هم برابره کړه.

تر هغه وخته چې د روم امپراتوري یوه متحده امپراتوري وه، لاتیني ژبه هم د هغې په ټوله خاوره کې د یوې ګډې ژبې په توګه کارېده. واحد حکومت، ګډ قوانین، د ښارونو ترمنځ اړیکې، د سرتېرو، سوداګرو او حکومتي چارواکو تګ راتګ؛ ټولو دې ته زمینه برابروله چې ژبه هم تر ډېره خپل یووالی وساتي.خو دې حالاتو د تل لپاره دوام ونه کړ.

په پای کې ستره رومي امپراتوري کمزورې شوه او سیاسي یووالی یې له منځه ولاړ. هرې سیمې خپله لاره ونیوله او د امپراتورۍ د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې کمې شوې. په داسې شرایطو کې ګډې ژبې هم نور نه شو کولای چې خپل یو شان شکل وساتي. لاتیني ژبه، چې یوه زمانه په پراخه جغرافیه کې کارېده، ورو ورو په هره سیمه کې د بدلون ځانګړې لاره خپله کړه.

هغه واړه ویوونکي توپیرونه چې پخوا ډېر نه څرګندېدل، د وخت په تېرېدو زیات شول؛ تر دې چې بالاخره د یوې واحدې لاتیني ژبې له منځه نوې ژبې رامنځته شوې.

هغو نویو ژبو ته چې ټولې له لاتیني ژبې څخه راوتلې دي، رومانسي یا رومي ژبې ویل کېږي.

دا نوې څانګه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له مهمو څانګو څخه ده؛ ځکه د دې څانګې ځینې ژبې وروسته د نړۍ د سترو هېوادونو رسمي ژبې شوې او میلیونونو خلکو خپلې مورنۍ ژبې وګرځولې. په مقابل کې، ځینې نورې یې یوازې په کوچنیو سیمو کې پاتې شوې او یا د وخت په تېرېدو له منځه ولاړې. دا برخلیک یو ځل بیا د ژبو د تاریخ یو مهم قانون راښيي:

ژبې هم د ژوندیو موجوداتو په څېر تل د بدلون په حال کې وي. کله ناکله یوه ژبه د بلې ژبې له منځه زېږي، کله نوې څانګې پیدا کوي او کله یې ځینې څانګې د پېړیو په تېرېدو له منځه ځي.

له همدې امله، د ژبې تاریخ باید د ثابتو پېښو ټولګه ونه ګڼل شي؛ بلکې باید هغه یوه ژوندۍ او پرله‌پسې روانه پروسه وګڼل شي چې تل د بدلون په حال کې ده. له همدې تاریخي بدلون څخه ایټالوي، فرانسوي، هسپانوي، پرتګالي او رومانیايي ژبې رامنځته شوې؛ هغه ژبې چې نن هره یوه یې میلیونونه ویونکي لري او د نړۍ د یوې سترې برخې د فرهنګ، ادبیاتو او تمدن په جوړښت کې یې نه انکارېدونکی رول لوبولی دی. خو د دغو ژبو کیسه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ په تاریخ کې خپله یوه جلا برخه ده. هرې یوې یې ځانګړې لاره وهلې، ځانګړتیاوې یې پیدا کړې او په بېلابېلو سیمو کې یې وده کړې ده.

له همدې امله، د دې سترې څانګې د لا دقیقې پېژندنې لپاره باید هره یوه ژبه جلا وڅېړل شي.

په راتلونکې برخه کې به د همدې څانګې لړۍ تعقیب کړو او وګورو چې واحده لاتیني ژبه څنګه د وخت په تېرېدو په څو سترو اروپايي ژبو ووېشل شوه؛ هغو ژبو چې نن په اروپا، امریکا او د نړۍ په ډېرو نورو سیمو کې پرې خبرې کېږي.

وروسته به خپل سفر د هندواروپايي ژبو د کورنۍ یوې بلې څانګې ته وغځوو او له کلتي ژبو سره به اشنا شو؛ هغو ژبو سره چې یوه زمانه د اروپا په پراخه برخه کې دود وې، خو د تاریخي بدلونونو له امله ډېرو یې نورو ژبو ته ځای پرېښود او یوازې د دې وچې په ځینو محدودو سیمو کې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

په راتلونکې مطلب  کې به د ژبې او تاریخ د پېژندنې په دې سفر کې یو بل ګام واخلو او په اروپايي هېوادونو کې د کارېدونکو ژبو تاریخي شالید به وڅېړو.