بقايي: امریکا د سیمې د اوبو امنیت ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178114-بقايي_امریکا_د_سیمې_د_اوبو_امنیت_ګواښي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، هنگام ټاپو ته څېرمه پر یوې کښتۍ د امریکا وروستی برید او د یوه ایراني وګړي وژل کېدل، د امریکا د «جنایت» بله نښه ده.
(last modified 2026-09-14T11:34:53+00:00 )
Sep 14, 2026 16:03 Asia/Kabul
  • بقايي: امریکا د سیمې د اوبو امنیت ګواښي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، هنگام ټاپو ته څېرمه پر یوې کښتۍ د امریکا وروستی برید او د یوه ایراني وګړي وژل کېدل، د امریکا د «جنایت» بله نښه ده.

بقايي وویل، امریکا له خپلو پولو زرګونه کیلومتره لرې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي او د اوبو لارو امنیت ګواښي.

هغه د یمن په اړه وویل، ایران په دې هېواد کې لاسوهنه نه کوي، خو د سیمې وضعیت ورته مهم دی. نوموړي همداراز د سعودي عربستان پر وړاندې په بریدونو کې د ایران د لاس لرلو ادعا رد کړه او هغه یې «دروغجن خبرونه» وبلل.

بقايي زیاته کړه، تر هغه چې امریکا خپلو «تېري کوونکو اقداماتو» ته دوام ورکوي، ایران به هم اړینو اقداماتو ته دوام ورکړي.

د عمان د ناستې د وخت د بدلون په اړه هغه وویل، دغه ناسته د ایران او د خلیج فارس د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یو کوچنی ګام کېدای شوه.