امریکا له طالبانو سره په سوداګرۍ بندیز ولګوهه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178058-امریکا_له_طالبانو_سره_په_سوداګرۍ_بندیز_ولګوهه
په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پانګونې غوښتنه کړې، د واشنګټن د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2026-09-14T00:45:55+00:00 )
Sep 14, 2026 05:11 Asia/Kabul
  • امریکا له طالبانو سره په سوداګرۍ بندیز ولګوهه

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پانګونې غوښتنه کړې، د واشنګټن د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد شرکتونو ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د سوداګریزو معاملو د ترسره کولو په اړه خبرداری ورکړی او د امریکا د قوانینو او مقرراتو د رعایت غوښتنه یې کړې ده.

امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته طالبان تحریم کړي او د دغه هېواد ۹ میلیارد ډالریې کنګل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اشاره چې طالبان د «ځانګړو ټاکل شویو نړیوالو ترهګرو» (SDGT) په نوملړ کې شامل دي، له افغانستان سره په سوداګریزو تعاملاتو کې د شرکتونو پر احتیاط ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو څه موده وړاندې له واشنګټن سره د اړیکو د عادي کولو او د افغانستان په کانونو کښې یې د پانګونې غوښتنه کړې وه.