امام خامنه‌ای څنګه د اسلامي انقلاب رهبر شو؟ ژوندلیک (انځورونه)
(last modified Sat, 07 Jun 2025 10:57:09 GMT )
Jun 07, 2025 15:27 Asia/Kabul
  • ایت الله خامنه ای
    ایت الله خامنه ای

د پارس‌تودي په وینا - د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي په ۱۴مه، د ایران درهبرئ د  خبرګانو شورا  په غونډې کې، آیت‌الله خامنه‌ای، چې هغه مهال د ایران ولسمشر و، د خبرګانو  شورا د اکثریت غړو په رایه د اسلامي نظام د رهبرۍ  لپاره وټاکل شو.

د امام خمیني د وفات د خبر له خپرېدو وروسته، د خبرګانو شورا غړي، چې د رهبر  د ټاکلو دنده ئې درلوده، تهران ته راوغوښتل شول. د ۱۳۶۸ کال د غبرګولې په ۱۴ سهارنۍ غونډې کې، د امام خمیني وصیت‌نامه، چې خبرګانو شورا ته امانت سپارل شوی وه، د آیت‌الله خامنه‌ای له خوا ولوستل شو. د ماسپښین په غونډې کې، د اسلامي نظام د مشرتابه لپاره د یو کس د ټاکلو په اړه بحث وشو. په دغې غونډې کې، آیت‌الله خامنه‌ای د ۷۴ حاضرو غړو څخه د   ۶۰ کسانو په رائ  سره د رهبرۍ  لپاره وټاکل شو.

زیږون

حضرت آیت‌الله سیدعلي خامنه‌ای د مرحوم حجت‌الاسلام والمسلمین حاج سیدجواد حسیني خامنه‌ای زوی دی او د ۱۳۱۸  لمریز کال د وري په ۲۹ د مشهد په مقدس ښار کې زیږېدلی دی. هغه د کورنۍ دویم زوی دی.

Image Caption

 

د دیني علومو زده‌کړې

آیت‌الله خامنه‌ای له ښوونځي وروسته په دیني مدرسې کې  داخل شو او د خپل پلار او نورو استادانو له خوا ئې ادبیات او مقدماتي درسونه ولوستل. هغه له اتلس کلنۍ څخه په مشهد کې د فقهې او د فقهې د اصولو درس  خارج   پیل کړل. په ۱۳۳۶ کال کې د عتبات عالیات د زیارت لپاره نجف اشرف ته لاړ او  هلته د لویو مجتهدینو د  درس خارج کلاسونو په لیدو او ګډون سره، ئې د نجف د دیني مدرسې درس، تدریس او څېړنې خوښې کړې. هغه خپل پلار د خپلې ارادې په اړه خبر کړ، خو پلار ئې موافقه ونه کړه. لږ وروسته، هغه بیرته مشهد ته  ستون شو. له ۱۳۳۷ څخه تر ۱۳۴۳ کال پورې ئې په قم کې د فقهې،د فقهې  د اصولو او فلسفې په لوړو زده‌کړو بوخت و. په ۱۳۴۳ کال کې، له خپل پلار سره د لیکونو له لارې خبر شو، چې د پلار یوه سترګه د «اوبه مروارید» له امله ړنده شوې ده. دا خبر هغه ډېر خپه کړ او په  قم کې د پاتې کېدو او د  زده‌کړو د دوام او یا مشهد ته د تلو او د پلار د پاملرنې ترمینځ زړه نا زړه ؤ . بالاخره ئې پرېکړه وکړه، چې له قم څخه مشهد ته کډه وکړي او د خپل پلار پاملرنه وکړي.

د امام خامنه ای د زلمیتوب پړاؤ

 

واده

د ۱۳۴۳ کال په لومړیو کې، آیت‌الله خامنه‌ای له خجستې نومې نجلۍ سره واده وکړ، چې د دې واده پایله ۶ اولادونه (دوه لوڼې او څلور زامن) دي.

 امام خامنه ای له خپلو زامنو سره 

 

سیاسي مبارزې

آیت‌الله خامنه‌ای، چې د خپلې وینا له مخې د  امام خمیني د فقهي، د فقهې د اصولو، سیاسي او انقلابي شاګرد» دی، له ۱۳۴۱ کال څخه د امام خمیني د انقلابي او اعتراضي خوځښت په ملاتړ، چې د محمدرضا شاه پهلوي د اسلامي ضد او امریکاپلوه سیاستونو پر وړاندې ؤ. سیاسي مبار زې ته داخل شو. هغه شپاړس کاله د ډېرو لوړو او ژورو، شکنجو، جلاوطن کیدا  او زنداني کیدا سره سره مبارزه وکړه او له هېڅ خطرو څخه ونه وېرېد. آیت‌الله خامنه‌ای د پهلوي رژیم پر وړاندې د مبارزې په لاره کې ۶ ځله ونیول شو او په هر ځل کې شکنجه شو.

جلاوطن کیدا

د پهلوي جنایتکار رژیم په ۱۳۵۶ کال کې آیت‌الله خامنه‌ای ونیو او د درې کلونو لپاره ئې د ایران په سویل‌ختیځ ایرانشهر ته جلاوطن  کړ. د ۱۳۵۷ کال په مینځ کې، د ایران د مسلمانو او انقلابي خلکو د مبارزو په اوج کې، هغه له له جلاوطنئ  آزاد شو او مشهد ته  ستون شو، چیرې چې ئې د پهلوي رژیم پر وړاندې د خلکو په مبارزو کې مخکښ رول ولوباوه. د کلونو کلونو زړورې مبارزې، مجاهدت او د خدای په لاره کې د سختیو او تلخيو له  زغملو وروسته، هغه د خپلې مبارزې خوږه پایله ولیده، چې د ایران د لوي اسلامي انقلاب بریا، د پهلوي ظالمانه رژیم شرمونکی سقوط او په دغې خاورې کې د اسلامي حاکمیت رامنځته کېدل و.

معظم لارښود د جلاطونئ په پړاؤ کې 

 

د اسلامی انقلاب له بریا مخکې

د اسلامي انقلاب د بریا په درشل کې، د امام خمیني له پاریس څخه تهران ته له  راستنېدو مخکې، د «اسلامي انقلاب شورا» د امام خمیني په امر په ایران کې د مبارزو شخصیتونو لکه شهید مطهري، شهید بهشتي، هاشمي رفسنجاني او نورو په ګډون جوړه شوه. آیت‌الله خامنه‌ای هم د امام خمیني په امر د دغې شورا غړی شو.

امام خامنه ای د خپلو مشرانو ترڅنګ

 

د اسلامی انقلاب له بریا وروسته

د انقلاب له بریا وروسته، آیت‌الله خامنه‌ای په پوره شور او هڅو سره د ارزښتناکو اسلامي فعالیتونو او د انقلاب د موخو د نږدې کولو لپاره کار وکړ،چې ټول ئې په خپل وخت او ډول کې بې‌مثاله او خورا مهم وو. دلته یوازې د دغو فعالیتونو مهم سرلیکونه ذکر کوو:

په ۱۳۵۷ کال کې د مبارزو علماؤ او همسنګرو سره د «جمهوري اسلامي ګوند» تاسیس.

 

په ۱۳۵۸ کال کې د دفاع وزارت مرستیال.

 

په ۱۳۵۸ کال کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سرپرستي.

 

په ۱۳۵۹ کال کې د عالي دفاع شورا کې د امام خمیني استازی.

 

په ۱۳۵۹ کال کې، د عراق د یرغل او د صدام د تیریګر پوځ د برید له پیل سره، د  مقدسې دفاع  په جبهو کې فعاله او صادقانه ونډه.

 

په ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په ۶ د منافقینو له خوا په تهران کې په  ابوذر جومات کې ناکامه ترور.

 

ولسمشري: د محمدعلي رجایي له شهادت وروسته، د ایران دویم ولسمشر، آیت‌الله خامنه‌ای په ۱۳۶۰ کال کې د ۱۶ میلیونو زیاتو خلکو په رایو او د امام خمیني د تنفیذ په حکم د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر وټاکل شو. همدارنګه له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۳۶۸ کال پورې دویم ځل  هم په دې مقام او مسؤولیت ته وټاکل شو.

 

  د مشر تابه یا رهبر ټاکنه

د امام خمیني له وفات وروسته، د راتلونکي رهبر ټاکنه د ایران د اساسي قانون له مخې د رهبرۍ د خبرګانو  شورا له خوا ترسره کېده. د ۱۳۵۸ کال په اساسي قانون کې، د پنځم اصل له مخې ویل شوي:

«د حضرت مهدي (عج) د غیبت په وخت کې، په ایران اسلامي جمهوریت کې د ولایت امر او د امت   امامت او رهبري  د عادل،  تقوادار، د زمانې له حالاتو د خبر، زړور، مدیر او مدبر فقیه پر غاړه ده، چې د خلکو اکثریت ئې د رهبرۍ لپاره وپېژني او وې مني. که چیرې هیڅ فقیه داسې اکثریت ونه لري، نو  رهبر یا له  فقیهانو  څخه جوړه شوې د رهبرۍ  شورا، چې د پورته شرایطو وړ وي، دغه مسؤولیت پر غاړه اخلي.»

له دې امله، د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي په ۱۴مه، د خبرګانو شورا په غونډې کې آیت‌الله خامنه‌ای، چې هغه مهال د ایران ولسمشر ؤ، د اکثریت غړو په رایه د اسلامي نظام د رهبرۍ لپاره وټاکل شو.

د امت اسلامي بیرغ‌وال

د اسلامی  نظام لوړپوړو چارواکو، بېلابېلو بنسټونو، د امام خمیني د کورنۍ، د تقلید مراجعو ،غوره شخصیّتونو  حوزوي او پوهنتوني شخصیتونو، د شهیدانو د کورنیو او د ایران د خلکو بېلابېلوپرګنو له آیت‌الله خامنه‌ای سره پراخ  او هراړخیز  بیعت دا نړیوالو ته ثابته کړه، چې ایران د آیت‌الله خامنه‌ای په مشرۍ لاهم د اسلامي امت بیرغ‌وال دی.

امام خامنه ای

 

د امام خمیني زوی د آیت‌الله خامنه‌ای په اړه څه وویل؟

د امام خمیني زوی، حاج سیداحمد خمیني، د آیت‌الله خامنه‌ای د د رهبر له ټاکل کېدو څو ساعته وروسته، هغه ته د مبارکۍ پیغام واستاوه او وې ویل:

«حضرت امام څو ځله له تاسو څخه د مسلم مجتهد او همدارنګه د اسلامي نظام درهبرۍ  لپاره د غوره کس په توګه یادونه کړې وه. زه او د امام د کورنۍ ټول غړي د خبرګانو له محترمومراجعو څخه د  زړه له کومې مننه کوو، ځکه مونږ باور لرو، چې د دغې ټاکنې له امله زمونږ د قدرمن  امام خمیني روح    خوشحاله او آرام شوی دی. زه یو ځل بیا د یو کوچني ورور په توګه، د دغه  ولي فقیه  امرونه پر ځان لازم‌الاجرا ګڼم.»

امام خامنه ای د ارواښاد امام  او د هغه د زوی احمد خمینی ترڅنګ

 

د  ارواښاد امام لارې  ته دوام  ورکوونکی

آیت‌الله خامنه‌ای له  ټاکنې وروسته، له امام خمیني څخه د « اسلامی انقلاب د پاکې وَنې د ریښې» په توګه یادونه وکړه او اعلان ئې وکړ: «مونږ به خپلې لارې ته  د امام خمیني د لارې پر اساس دوام  ورکړو.»