د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅ ډول زوروینه او بدمعاشۍ ونه مني
زمونږ خبریال راپور راکړی ولسمشر مسعود پزشکیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د منطقي خبرو اوریدو ته چمتو دی خو هیڅکله به زوروینه او بد معاشۍ ونه مني.
د ایران ولسمشر پزشکیان پرون په تهران کښې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر« مراد نورتلئو» سره په کتنه کښې د امریکا او د ایران ترمینځ غیر مستقیمو خبرو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله پلمې لټول په داسې حال کښې دي چې تهران په ځلونو په صراحت سره ویلي دي او په عمل کښې یې هم ښودلي ده چې هیڅکله یې د اټومي وسلو یا د ډله ئیزو وژلو د وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړي او نه به یې وکړي.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي فعالیتونه کاملا شفاف دي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هم په ځلونو دغه موضوع تائید کړي ده وویل ایران هماغه راز چې د پلټنو لپاره تیار دی له علم ، ټیکنالوژۍ او علمي بریاو د ملتونو هر ډول محرومول د نه منلو وړ ګڼي ځکه چې د روغتیا ، د کرهڼې او د علمي نوښتونو په حوزو کښې ضروري ټیکنالوژیو ته له لاسرسي د ملتونو محرومول له الهي نعمتونو څخه د انسانانو د محرومولو په معنا دي او دغه چاره د منلو وړ نه ده.
د قزاقستان خارجه وزیر مراد نورتلئو هم د سوله ئیزو اټومي فعالیتونو په موضوع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د منطقي او د اصولی دریځونو په احترام کولو سره وویل ایران د لرغوني تمدن او د کلتور لرونکی هیواد دی او له اټومي ټیکنالوژۍ سوله ئیزه ګټه پورته کول د ایران جایز حق دی.