د ایران اسلامي جمهوریت په لبنان د اسرائیلو تیری وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161074-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_په_لبنان_د_اسرائیلو_تیری_وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د مسلمانانو د ستر اختر په شپه د لبنان
(last modified 2025-06-06T09:10:29+00:00 )
Jun 06, 2025 13:37 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت په لبنان د اسرائیلو تیری وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د مسلمانانو د ستر اختر په شپه د لبنان

په ضاحیه جنوبي سیمه کښې په هستوګنو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو حملې د لبنان د واکمنۍ او د ځکمنۍ بشپړتیا پرضد ښکاره تیری وباله او هغه یې په کلکه وغاند.

هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا د بې عملۍ او د چوپتیا په سیوري  کښې د لبنان  پرضد د صهیونیسټ رژيم بیا بیا تیریو او د امریکا او د فرانسې نیغ په نیغه مسوولیت ته چې د اوربند ضامن دي اشارې سره ټینګار وکړ بې شکه صهیونیسټ رژيم د امریکا له شین څراغ او ښکاره او پټو ملاتړونو پرته نشي کولای په دومره بې پروایې سره د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتونو د منشور د اصولو سترو خلاف ورزیو او د قانون ماتولو ته دوام ورکړي.