د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ مبارکي ومنئ
(last modified Fri, 06 Jun 2025 03:13:06 GMT )
Jun 06, 2025 07:43 Asia/Kabul
  • د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت زموږ مبارکي ومنئ

د تهران راډیو ټول کارکوونکي په همدې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا تاسو قدرمنو مینوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.

نن د جمعې ورځ د ایران په اسلامي جمهوریت او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې د قربانۍ د نېکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ ده، مګر د افغانستان او پاکستان په ګډون بیا سبا شنبه د لوی اختر لومړی لمانځل کېږي.

 خلک د اختر په ورځو او شپو کې  په  مینې او عشق سره د حضرت ابراهیم (ع) د  قربانۍ او  زغم  یاد او خاطرې لمانځي او پخپلو خوشحالیو کې  د نړۍ  له ټولو مسلمانان په تېره بیا د یمن، فلسطین او نورو مظلومو او بې کسه ولسونو سره خواخوږي  ښيي او په دغو مبارکو شپو او ورځو کې د اسلامي امت د اتحاد، یووالي  او انسجام لپاره هم دعاګاني کوي.

نو یوځل بیا تاسو ټولو ته د نېکرغه لوی اختر مبارکي وایو او د خوشحالۍ او نېکمرغۍ ډکې شپې او ورځې تاسو ته غواړو.