د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.
(last modified Mon, 28 Oct 2024 10:16:57 GMT )
Oct 28, 2024 14:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.

د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر  کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر  او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.

ایرناخبری اژانس  له کابله راپور ورکړی ، د افغانستان د طالبانو ډلې رهبر  ملاهبت ا... اخوندزداده  د یوه فرمان په صادرولو سره  حکومتي اورګانونه پابند کړي د چې  ددغه هیواد داخلی صنائعو  د ودې په خاطر دې له داخلی توالیداتو استفاده وکړي.

  د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر  کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر  او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.  د طالبانو د رهبر په دغه  فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې پابنده شوې، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصلحتونو  په پام کې  له نیولو سره بندرونو، پولو  او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او حکومتي ادارو مسوولین او کارکوونکي په دې مکلف شوي، چې د هېواد له نافذو  تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراتو کې  د  ځنډ  مخنیوی وکړي. د دې ترڅنګ وزارتونه او امارتي ادارې  پابندې شوې، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په  په خاطر دې له داخلی تولیداتو  استفاده وکړي.   

Image Caption

 

 

ټیګونه