هالیووډ آسیاوال، روسیان، افریقایان او لاتینوال څرنګه انځوروي؟
(last modified Tue, 14 May 2024 09:56:21 GMT )
May 14, 2024 14:26 Asia/Kabul
  • هالیووډ  آسیاوال، روسیان، افریقایان او لاتینوال څرنګه انځوروي؟

پارس ټوډې – لاتین توکمه په متحده ایالاتو کې ترټولو لوي قوي لږکی دی  او دامریکا د نفوسو کابو اتلس فیصدي آبادي  جوړوي.  له ۲۰۰۰ کال څخه دوه زره 982  فیلمونوته  کتنه ښئ چې  لاتیني توکمه شخصیّتونو سره اړونده کیسې  لازیاتې  دهغوي پر جنسي جذابیّتونو متمرکزې دي .

د هالیوووډ سینماپخواني تکراري تفکرات منعکسونکي او دلویدیځي تعصبي ذهنیّت ښودونکي دي.دغه پخواني تکراري تفکرات معمولا آسیاوال د قهرجنو انسانانو،تورپوستي د خطرناکو انسانانو او لاتیني توکمه هم  برمتګر و په توګه بریښوي. په دغه راپور کې د ۱۹۲۸ کال څ خه د اسکار په شرائط  لرونکو څه دپاسه شپږ زره فیلمونو کې د استفادې وړ پخوانیو تکراری تفکراتو ته اشاره شوې ده.

لنډتفکره او قهرجن آسیاوال

په هالیووډ کې د آسیاوالو انځورونه

 

آسیا وال د نړۍ څه دپاسه نیم نفوس او  دمتحد ه ایالاتو د نفوسو له شپږ فیصدو کمه آبادي جوړوي،  په 2017  او 2018 کلونو کې د ټولو لوبیدونکو رول او نقش کې آسیا والو درې فیصدي رول  لوبولی دی.  په ډیرو موردونو کې ، دغه انځورونه په بشپړ ډول معیوب  او نیمګړي دي . د آسیاوالو د مثالونو لپاهر  زیاتره  لنډفکره او قهرجن  او غوسه ناک  شخصیّتونو  ننداره وړاندې کیږي.

لومړی تورپوستي مړکیږي

تورپوستي شخصیّتونه  د ټولو رول لوبونې 12.5 فیصده  رول لوبوي .  دهماغه آسیاوالو په شان،د هالیووډ په لومړنیو شپو روځو کې د  تورپوستوشخصیّتونو رول پخپله  د تورپوستو په وسیله  نه لوبول کید. په حقیقت کې دوي په ډیرې سختۍ سره ظاهریدل، البته  د هغو کارټونونو په توګه چې په تورو څيرو سره  د سپین پوستو  لوبغاړو په وسیله  رول لوبول کید.

تراوسه پورې زیاتره  تورپوستي سړي ،  د وحشتناکو  یا قهرجنو او غوسه ناکو شخصیّتونو په توګه  او تورپوستي میرمنې  هم په ځيږې څیرې  سره انځوریږي. که وګړي په یوۀ فیلم کې  مړکیږی، نو  تورپوستي شخصیّتونه احتمال لول مړکیږي . حتی  دتوکمیزو پخوانیو تکراری تفکراتو څخه د پوهې په زیاتیدا سره  هالیووډ هماغه شان دغه چلند اوکړچار ته دوام ورکوي.

خطرناک افریقایان د هالیووډ په نظر کې 

Image Caption

 

په هالیووډ کې  د افریقایانو په باب پخواني تکراری تفکرات  شته دي چې ډیر عجیبه دي.

د تورپوستو په باب  دهالیوډ پخواني تکراري تفکراتو انځورونه زیاتره  امریکائي تورپوستو ته اشاره کوي. هغه پخواني تکراری تفکرات چې   دافریقایانو په باب شته،ډير  عجیبه  دي ،تر یوه حده په دې دلیل چې افریقائي شخصیّتونه لرونکي هالیووډي فلمونه کم دي. هالیووډي فیلمونه  دغه لویه وچه یا براعظم د یوه داسې خطرناک او مرموزي ټاتوبی  په توګه    انځوروي چې  له ماډرن تمدن سره یوازې  تریوه حده محدود پیوندونه لري.

 

  د هالیووډ په نظر کې ، لاتینې میرمنې ، یو وسوسه راپارونکی عنصر دي

 

لاتیني توکمه  په متحده ایالاتو کې ترټولو  لوي لږکی دي او دامریکا د نفوسو کابو اتلس فیصدي آبادي  جوړوي.

له 2000 کال څخه  دوه زره 682 جوړو شوو فیلمونو ته  یوه کتنه ښئ چې لاتیني توکمه شخصیّتونو سره  اړونده کیسې زیاتره  دهغوی پر جنسي جذابیّت  تمرکز لری. لاتینې  میرمنې یو وسوسه پارؤنکی عنصر دي چې تل نظرونه   جذبوي.

پر دې سربیره ، فیلمونه ګروهمن دي  دامریکا په براعظم کې  د لاتیني کلتورونو پر ډولوالي سترګې پټې کړي. د جنوبی امریکا د لوئې وچې د اوسیدونکو د ظاهر مشخصونکو په توګه په نسواري رنګ لرونکو(brown skin) سره او په خاصو تورو ویښتو سره یو ظاهر.

 په هالیووډ کې د روسیانو رول زیارته د غیر روسانو په وسیله لوبیږي 

 

په نهایت کې  په فیلمونو کې روسان تر اوسه پورې په  هالیووډ کې د ساړۀ جنګ د پړاؤ  په انځورونو سره  تعریفیږي . تر ټولو دود تکراري تفکر ،سخت او بې رحمه کریکټر دی . عجیبه ده  چې  په هالیووډ کې  دروسانو  رول زیاتره  غیر  روسان په وسیله لوبیږي. د ساړۀ جنګ په اوږدو کې په هالیووډ کې  د روسیې  واقعي لوبغاړو  د اټکل وړ کمښت شته ؤ، خو حتی په ترټولو نوو فیلمونو کې  هم  د روسي شخصیّتونو د رول لوبونې لباهر  زیاتره غیر روسي کسان ټاکل کیږي.