Apr 29, 2024 11:01 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي ضده امریکایی او اروپایی محصلینو له پاڅون څخه د ایران د پوهنتوني ټولنې ملاتړ
    د صهیونیستي ضده امریکایی او اروپایی محصلینو له پاڅون څخه د ایران د پوهنتوني ټولنې ملاتړ

پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوهنتونونو ټولنې په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو په موخه د ټولګیو په تړلو او د لاریون په کولو سره د امریکايي او اروپايي پوهنتونونو د محصلینو او استادانو د پاڅون ملاتړ وکړ.

دغه سراسري تجمع پرون د یکشنبې په ورځ د ماسپښین او مازیګر له لمانځه وروسته د ایران په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له غزې سره د پیوستون له حقیقي غورځنګ څخه د ملاتړ په هدف جوړه شوه.

د ایران پوهنتونوالو د امریکائي او اروپائی پوهنتونونو له انصاف غوښتونکو استادانو او محصلانو سره په دغه پیوستون او همغږۍ کښې د صهیونیسټ رژیم او دنړیوال استکبار په ضد شعارونه ورکړل .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ساینس، تحقیق او ټیکنالوژۍ وزیر«محمد علی زلفی ګول» په دې خبرې سره چې د اسرائیلو د جنایتکار رژیم په خلاف د نړۍ د پوهنتونونو اعتراضونه د پوهانو د ویښ وجدان ښکارندوی دی، وویل: پوهنتونونه تل د اسرائیلو د ظلم او ستم په خلاف ولاړ دی.

په عین حال کښې د تهران پوهنتون محصلانو د دغه پوهنتون په مرکزی دروازه کښې د بینر په لګولو سره د فلسطین له خلکو او د صهیونیسټی رژیم په خلاف له مظاهرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د تهران پوهنتون محصلینو د اسراییلو د جنایتونو په غندلو کې د امریکايي محصلینو د پاڅون د ملاتړ بینر

په انګریزۍ ژبه د تهران پوهنتون په دروازه کې لګول شوی بینر لیکل شوی: "په تهران او نیویارک کې محصلین شعارونه ورکوي: له نهر څخه تر بحر پورې، فلسطین به آزاد شي."

د ایران د ساینس، تحقیق او ټیکنالوژۍ د وزارت د کلتور او ټولنیزو چارو د برخې مدیر «مهدی بادپا» هم پرون وویل چې د ایران د پوهنتونونو مشرانو امریکایی پوهنتونونو ته ایمیلونه استولی او ویلی یې دی: د فلسطین په ملاتړ کښې د امریکا او اروپا د محصلانو وروستی پاڅون، په لویدیځ کې د اسرایلو پر ضد تر ټولو لویه مظاهره ده چې د دغه رژیم له رامنځ ته کیدو راهیسې دا ځل په امریکا او اروپا کې د اسرایلو پر ضد د محصلینو د غورځنګ د بیا فعالولو زیری ورکوي.

تیره شنبه هم، د ایران ځینو پوهنتونونو د فلسطین په ملاتړ د اروپایی او امریکایی هېوادونو د ځینو پوهنتونوالو په ملاتړ د جلاجلا بیانیو په خپرولو سره، په تعلیمی فضا کښې په راغوندیدو سره د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسرائیلو جنایتونه وغندل.

په دې وروستیو ورځو کښې د امریکې او اروپا پوهنتونونه د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ د لویدیځو حکومتونو په سیاستونو باندې په اعتراض کښې په ټول هیواد کښې د محصلینو او استادانو د اعتراضونو شاهد دی.

امریکايي او اروپايي محصلین چې غواړي له صهیونیسټي ملاتړو سره د خپلو پوهنتونونو مالي او معنوي اړیکې ختمې کړي، اعلان وکړ چې په دې مظاهرو سره د تاریخ له حق لوري سره ولاړ دي.

دوی وايي په خپل ځان او دغه احتجاجي خوځښت وياړي. داسې وياړ چې يوازې په امريکايي او اروپايي پوهنتونونو پورې محدود نه دی او ټوله نړۍ پرې وياړ کوي.

امریکايي او اروپايي محصلین د خپلو پوهنتونونو له مدیرانو څخه چې د اسرائیلو په جنګي جنایتونو کې لاس لري، حساب غواړي. ځکه چې دغو مدیرانو د جګړې په ملاتړو شرکتونو کې د پوهنتون پانګونه نه ده بنده کړې.

د امریکا د څو پوهنتونونو د تقاعد فنډ هم خپلې پیسې په صهیونیسټي شرکتونو لګولي دي چې د ملګرو ملتونو په وینا د غزې په جګړه کې شریک او ښکیل دي.

محصلینو له خپلو پوهنتونونو هم غوښتي چې په نیواکي سیمو کې له صهیونیسټي بنسټونو سره شوي تړونونه لغوه کړي.

* د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسي د غربي هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره د اسرائیلو رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو پر ضد یو نوی قتلِ عام پیل کړی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۷۷ زره ژوبل شوی دی .

اسرائیلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برطانوي استعمار په طرحه او له مختلفو هیوادونو څخه د فلسطین خاورې ته د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس شو او په ۱۹۴۸ کال کې یې د وجود اعلان وشو.

له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه تر سره شوي دي.

د ایران اسلامی جمهوریت د اسرائیلو د استعماری رژیم د نسکوریدو او خپلو اصلی سیمو ته د یهودانو د ستنیدو له جدی ملاتړ کونکو څخه دی.

 

ټیګونه