د یرغلګرو په ضد د یمنیانو پرتمینو اقداماتو څخه د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ستاینه/۶ ټاکل شوې ټوییټ د یمن د ولس له مقاومت نه په ستاینه کې
پارس تودی- د ایکس د ټولنیزې رسنۍ کاروونکې له یرغلګرو سره، د یمن د خلګو د مقاومت ستاینه کړې، په دغه مطلب کې ۶ ټاکل شوي ټوییټونه وګورئ:
- یمن د یرغلګرو هدیره
د ایکس د ټولنیزې رسنۍ فعال ناصر بیک په یوه ټوییټ کې د اسرائیل د رژیم د پلوي یرغلګرو سره په مقابله کې د یمن د ولس ویاړمن تاریخ ته په اشارې سره، ولیکل:
مخکې مې اورېدلی و چي یمن د یرغلګرو هدیره ده، لیکن هیڅکله مي اورېدلی نه و چي دا یې اپډیټ کړی او د یرغلګرو د کښتیو هدیره هم په کښې ورزیاته شوې ده.
- د یمنیانو ټولنیز او اخلاقي رهبري
«ادگارد ناوارو» Edgar Navarro د مکزیک یو استراتیژیست د یمنیانو ټولنیز او اخلاقي رهبري وستایله،
هغه ولیکل: د فلسطین په ملاتړو ولسونو کې یمن له ټولو بره اخلاقي او ټولنیزه رهبري ښودلې ده. هغوی نه یوازې له تاریخې نظره د وژونکې او نسل ختموونکی امپریالیزم قربانیان دی، بلکې د هغوی دردونه او کړاونه له فلسطینیانو سره د همپالنې سبب کیږي. د ماغزو د پیچکارې کېدو په وړاندې خبردار ووسئ.
نړۍ ته د یمنیانو د مقاومت سبق
یو بل د ټولنیز شبکې کاروونکې د یمنیانو د مقاومت ستاینه کوي او لیکي:
یمن د مقاومت سبق یې ټوله دنیا ته ورکړه.
- د امریکایي وسلو په رانیولو د هیوادونو د بیا کتنې ضرورت
د ټولنیزو رسنیو فعال «زكريا الشرعبي» zakaria sharabi د یمن د مقاومت له لورې د امریکا د فوځي سازوسامان له مینځه تلو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي هیوادونه باید د امریکایي وسلو په رانیولو بیا کتنه وکړي.
زکریا الشرعبی لیکی: هغه هیوادونه چي د امریکا د جنرال اټمیکس د کمپنې د MQ-9 تیارې د رانیولو غوښتونکي دي، باید بیا کتنه وکړي. یمن د دغو تیارو افسانه ختمه کړه او هغه یې د امریکا د بره لاسه تجهیزاتو له لیسټ نه وایسته.
- د تاریخ تر ټولو د لوی فوځي امپراتورۍ سره د یمن مقابله
خبریال او سیاسي فعال «هيفاء فؤاد» له یرغلګرو سره د یمن مقابله د نړۍ د تاریخ تر ټولو د لوی فوځي امپراطورۍ سره، جنګ وباله.
هغه ولیکل: یمن د تاریخ تر ټولو له لوی فوځي امپراطورۍ سره جنګیږي، البته د یمن سوله وال ځواکونه په صنعا کې د امریکا جنګي تیارې نسکوروي او انګلیسي کښتۍ سوځوي.
په دې هکله یو ایرانی ژورنالیست چي حیدر کرار نومیږي HaidarAkarar له یرغلګرو سره د یمن د وسله والو ځواکونو بریالی مقابلې ته اشاره کړې ده.
هغه لیکلې: د یمن وسله والو ځواکونو په پوره بریا سره د صعدې په اسمان کې د امریکا غلیمانه عملیات ناکامه کړ او یوه MQ9 تیاره یې نسکوره کړه، دا بریالی عملیات له خپلې خاورې نه د بهرني یرغلګرو په وړاندې د مقابلې لپاره د یمن نه ماتېدونکې اراده نندارې ته وړاندې کوي.