پروفیسر فرهنګي: د ایرانیانو د ښه مدیریت او بیروکراسۍ تاریخ ویاړمن دی
(last modified Sun, 12 May 2024 11:55:48 GMT )
May 12, 2024 16:25 Asia/Kabul
  • پروفیسر فرهنګي: د ایرانیانو د ښه مدیریت او بیروکراسۍ تاریخ ویاړمن دی
    پروفیسر فرهنګي: د ایرانیانو د ښه مدیریت او بیروکراسۍ تاریخ ویاړمن دی

پارس ډودي- د ایران د مدیریت یو مشهور شخصیت په دې باندې په ټینګار سره چې د ایران د بیوروکراسۍ تاریخ څه دپاسه درې زره کاله پخوا ته ورګرځي ، وویل: د ایران د بیوروکراسۍ او عقلي مدیریت تاریخ ویاړمن دی.

د تهران پوهنتون د استاد او د ایران د مدیریت یوه تلپاتې څېرې «علی اکبر فرهنګی» لیکلی «په ایران کې د بیوروکراټیک ټولنپوهنې تحلیلی تاریخ» کتاب د مخ کتنې مراسم د تهران د کتاب په ۳۵م نړیوال نندارتون کې ترسره شول.

ښاغلي فرهنګي په دې مراسمو کښې د ایران د بیوروکراسۍ د ټولنپوهنې د تحلیلی تاریخ کتاب په باره کښې وویل: دغه کتاب زما د څه دپاسه پنځوسو کلونو د څیړنو نتیجه ده چې په شپږو ټوکو کښې خپور شو چې یو یې نن چاپ شو. په دې کتاب کښې کښې په ایران کښې د بیوروکراسي د ټولنپوهنې تحلیلي تاریخ راغلی دی.

هغه د دغه کتاب په هکله وضاحت ورکړ او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایرانیانو د غوره او عقلي مدیریت او بیروکراسۍ تاریخ له ویاړه ډک دی، زیاته یې کړه:

د کتاب په لومړي ټوک کې مې د بیوروکراسۍ په اړه یو لړ نظریاتي مسایل راخیستي دي چې زموږ په خاوره کې چې له درې زرو کلونو زیات لیکل شوی تاریخ لري، دا ډول نه اداره کیده، نو په دې وجه زموږ نیکونو یې په ډیر زیار او مختلفو لوړرو ژورو سره ساتلی دی او هغه یې مونږ ته راکړی دی ترڅو وکړې شو راتلونکو نسلونو ته یې لاآباد او لاښه وړاندې کړو.

د پوهنتون دغه استاد وويل: د دغې ټولګې په لومړي ټوک کې له اسلام څخه مخکې ، د اسلام له پيله او د پيغمبر(ص) له دورې څخه د بيروکراسۍ تاريخ ليکل شوي دي. په دويم ټوک کې د بني اميه او بني عباس د خلفاوو دورې ليکل شوي دي. د اموي او عباسي خليفه ګانو له دورې وروسته چې پنځه سوه کاله يې دوام وکړ، د چين له پولو څخه د اروپا تر زړه پورې د ستر اسلامي هېواد په اداره کې د ايرانيانو د پښو نښې مهمې او څرګندې دي. دې هیواد ډیرې لوړې ژورې لیدلې دي نو بس باید راتلونکي ته باید ډیره هیله ولرو. د ایران د کلتور DNA)  ډیره پیاوړې ده او توانیدلې چې مغول قوم ته بدلون ورکړي او ډیر خوښ یم چې د ژوند په وروستیو کلونو کښې د خپل هیواد د تاریخ خدمت وکړم.

پوهاند علي اکبر فرهنګي د خپل ټول ژوند په اوږدو کې له ادبياتو څخه نيولې تر ديني علومو او بيا ژبه، مديريت، ټولنپوهنه، اقتصاد او مخابراتو په شمول په بېلابېلو برخو کې مطالعې او زده کړې ته ملا تړلې ده.

 

ټیګونه