الاقصی جومات ته هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو ګواښ دی
د قدس ارتوډکس مسیحیانو لوي پادري تئوفیلوس دریم د صهیونیسټانو لخوا د الاقصی جومات پر وړاندې شویو اقداماتو په غندلو سره وویل چې د اسلامي مقدسو ځایونو پر وړاندې، هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو او نورو مقدسو ځایونو باندې ګواښ دی.
د عربی ۲۱ چینل له راپور سره سم، اسقف یا لوي پادري تئوفیلَس دریم په خپلې وینا کې وویل: "صهیونیسټي مسیحیت له مقدسو کتابونو څخه د سیاسي هدفونو لپاره سوء استفاده کوي." هغه زیاته کړه: "مسلمانان هغه څوک نه دي چې د مینځني ختیځ په اوږدو کې پر مسیحی کلیساګانو برید کوي،چې له پیړیو پيړیو راهسې پخپل ځاي باقي پاتې دي ، خو داسې ځیني کسان شته چې غواړي له هغو کسانو څخه چې واقعاً غواړي مسیحیت له مینځه یوسي، توجه منحرفه کړي .
لوي پادری تئوفیلسَ دریم چې د قدس، فلسطین او اردن مسیحیانو مشر دی، دا هم ټینګار وکړ چې په مقدس ټاتوبی کې پر اسلامي او مسیحی مقدسو ځایونو په ساتنې کې د هاشمي بشپړتیا یو پیاوړی قدرت او د سیمه ایز بې ثباتۍ پر وړاندې یوه مهمه ستنه ده.
هغه مقدسو ځایونو ته له آزاد لاسرسي څخه د دوامدارو سرغړونو په اړه خبرداری ورکړ او هغه واقعي ګواښ ئې یاد کړ ، چې د مسیحیانو شتون ټارګټ کوي .