د ایکس کاروونکي: ټرامپ امریکا په یوه چټل هیواد بدلوي
-
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ
پارس تودی- د ټرامپ د هغو ویناو د ویډیو خپرېدا چي په کښې هایټي او افریقایي هیوادونو ته په خطاب کې ناوړه خبرې کوي، د ایکس د کاروونکو د غبرګونونو یوه څپه یې رامینځته کړې ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پخوا په یوه وینا کې چې په پنسیلوانیا کې د خپلو ملاتړو په وړاندی ، اعتراف وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې په یوه غونډه کې له امریکایي قانون جوړونکو سره د دروازو په شاتنۍ برخه کې د هائیتی او افریقایي هیوادونو لپاره سپکونکی اصطلاح کارولې ده. هغه چې مخکې یې د دغسې عبارتونو ویلو انکار کړی و، په خپله وروستۍ وینا کې سومالیا "چټله ، ککړه، کرکه پاروونکې او له جرمونو ډکه" وبلله. ټرمپ همدارنګه د "دریمې نړۍ له هیوادونو څخه منجمله د هغه په وېنا دغو دوزخونو لکه افغانستان، هائیتی، سومالیا او ډیرو نورو هیوادونو څخه امریکا ته کډولي همېشنۍ بندېدا په ضرورت ټینګار وکړ. په دې مطلب کې پارستودي د ټولنیزې شبکې ایکس د کاروونکو نظریاتو ته په اپسټین دوسیه او د هغې د وروستیو شخړو په اړه کتنه کړې ده.
یوه کاروونکي په نامه «مارلین رابرتسن» په دې اړه ولیکل: دا لیدل چې ټرامپ په يوازې سر هغه هېواد، چې یو وخت ستر و، په یو فاشیستي ګند ځای بدلوي، زما لپاره تر هر وخت ډېر ویاړ دی چې کاناډايي یم.
يو بل کاروونکی په نامه «توماس بيل» ليکلي: لعنت دې درباندې وی جيف لندري، او لعنت دې وي په ماشوم ځورونکی ديکتاتور ټرمپ. تاسې دواړه د بدرنګو غلو نه بل څه نه ياست او هيڅ ګرينلندي يا ډنمارکۍ نه غواړي د ستاسو د بدرنګه هيواد برخه وي. کرېسمس مو مبارک
همدارنګه د نیو ریپبلک لیکوال «ګرېګ سرجنت» د ټرمپ د مقبولیت کمېدو ته په اشارې سره لیکلي: د اسوشیېټډ پرېس نوې نظرپوښتنه ښیي چې د مهاجرت په اړه د ټرمپ مقبولیت تر ویروونکې کچې ۳۸ سلنې ته راټیټ شوی، ځکه هغه د «ځینو هېوادونو» په اړه د لیونیانو په شان ګډې وډې خبرې کوي، سومالیایان بدناموي، له لامل پرته د تابعیت څخه محرومول او په پراخه کچه د مهاجرو امریکایانو د ایستلو ګواښ کوي او په ښکاره ډول د سپینپوستو مهاجرو لپاره ډېرې او د غیرسپینپوستو مهاجرو لپاره کمې هیلې لري.
«لروی آراگون» دیگر کاربر ایکس با اشاره ضمنی به سابقه استعمارگری اروپاییها نوشت: وقتی دونالد ترامپ گفت کشورهای آفریقایی «چاه مستراح» هستند، فکر میکنم منظورش میشیگان و ایلینوی بود.
«کاناډا ټرامپ څخه کرکه لري» په نوم حساب د ټرامپ د کړو څرګندونو په غبرګون کې ولیکل: واقعاً شرموونکې ده چې د امریکا ولسمشر او هغه څوک چې د بشریت په تاریخ کې د تر ټولو ستر جنسي قاچاق په لویه کړۍ کې لاس لري، یو کس دی. خو اصلي وېره دغه ده چې څنګه ۳۵ سلنه امریکایان په اسانۍ سره دا موضوع عادي ګڼي.
د ایکس د ټولنیزې شبکې بل کارونکي «لروي آراګون» د اروپایانو استعماري مخینې ته په غیر مستقیمې اشارې سره، ولیکل: کله چې ډونالډ ټرمپ ویلې وو افریقایي هیوادونه «د بیت الخلا څاګان» دي، زما په اند هغه مېشیګن او ایلنوی ته اشاره کوله.
د «ډاګ» په نامه یو بل کاروونکې د ټرامپ «لومړیتوب د امریکا» شعار ته په کنایې سره، ولیکل: ټرامپ امریکا په یوه ککړه هیواد باندې بدلوي!