Apr 28, 2024 15:55 Asia/Kabul
  • د امریکا پوځي تاجران،د جنګونو د ختمیدا اجازت نه ورکوي

پارس ټوډې – د ویتنام د جنګ په اوج کې ، هنري کسینجر  چې د وخت د حکومت ویندوي ؤ ، ووئيل، پوځ ، دهغه په عرُفي معنا کې، یوازې هغه مهال بریالی کیږی، چې جنګ وګټي. که داسې نه وي ،نو همیشه بایلونکی دی،البته اپوټه،لوري هغه مهال بایلونکي  دی چې جنګ پریږدي ،که داسې نه وي نو همیشه  ګټونکي دي.

دغه خبرې چې د  ویټ کنګز په وړاندې د امریکا  د پوځ د استیصال بوي ؤ،اوس د د وي د بریالیتوب په راز  بدلې  شوي دي .البته  په دې ملاحظې سره چې  نن سبا دامریکاپوځ دی چې د ګوندونو یا د ګوریلاؤ په روده عمل کوي.

اوس  د ویتنام د جنګ له څو لسیزو تیریدا سره سره ، پنتاګان چې د جنګ په اوږدو کې ئې  د ویتنام د ګوریلاؤ یا څیړیالانو په سنبالولو کې  ناکام شوی ؤ ،بلاخره  یوې ساده حل لارې ته ورسید،حل لاره له دې ټاکل شوې ده چې  بې شور اوغوغا ، له دې پرته چې څوک متوجه شي،د بریالیتوب تعریف بدل کړي او دا په هماغه تعریف سره چې  ګوریلاز یا څیړیالانو له بریالیتوبه درلودپه ځاي راولی او باؤر ولري  چې ؛ په جنګ کې ناکامي یوازې له جنګه په لاس په سر کیدا کې دی او بس.په دغه تدبیر سره ، د پوځ په اختیار سره د  جنګ  قوماندانان مجاز کیوي  بې معیاره او نه ختمیدونکي جنګونه پیل کړي او د کانګرس له خوا د د محدودیّتونو له لګولو او څارنو څخه  هم  تر ډیره حده په آمان  کې شي.

په عین حال کې  په ۲۰۱۲کال کې  په دغه شان پیاوړ لارو جارو سره ،بیا هم پنټاګان د افغانستان په جنګ کې ماته وخوړله،ځکه طالبانو  دګوریلاؤ په جنګ کې برلاسی درلود. پر دې اساس پنټاګان مجبوره شوچې دغه جنګ هم د له دوهم نړیواله جنګه(د ویتنام، لاؤس او کمبوډیا په نظر کې ولرل شئ) په ویجاړیدونکو ناکامیو تورتمونو کې او  په یووخت د ناخوښو بریالیتبونوپه لیسټ کې ( ګرناډا او پاناما په نظر کې ولرئ) ورزیات کړي.خو په دې وخت کې ،د خلکو له سترګو او د کانګرس له څارنې لیرې،غیررسمی جنګونه او نوره  سیوري غوړونکې جګړې هماغه راز دوام لري.

 د مثال په توګه ،په سورئې کې جنګ  په همداوروستیو کې لس کلن شوی ،په عراق کې د امریکا لاسوهنه له ۱۹۹۰کال څخه  یا ۲۰۰۳ کال یا ۲۰۱۴ کال ،  په دې اساس چې څرنګه  زمونږ زړۀ غواړي حساب وکړو.تر اوسه پورې ئې دوام درلودلی دی، په سومالیه او ساحلی افریقا کې  دامریکا بلاغواړي جنګونه دوې لسیزې کیږي چې  روانې دي . کابو  ۲۴کلونه مخکې ، امریکا په ناټو کې له خپلو نورو شریکانو سره یو ځاي ، د صربستان د بمبارولو پروژه  اجرا کړه ، چې لامل شوې ، دغه هیواد د کاسووا جنګ ته وارد شي. اوس ،امریکا هماغه شان  په ناټو  کې او د کوزوو د سولې ساتونکي ځواک  تامینونکې ده.

د امریکا پوځ، تراوسه پورې  په کوریا ټاپو وزمې کې د خپل پوځ  کابو دیرش زره عسکر  ساتلی دي ، ځکه موقته سوله چې  به دغه هیواد کې په ۱۹۵۳ کال کې  جنګ کې یوه وقفه  وه،هیڅکله  د سولې  د یوه تړون سبب شوې نه ده . حتی په افغانستان کې د امریکا ناکامي ، په ۲-۱۲کال کې ، هم دپیښې د پاي ټکی نه ؤ، ځکه جنګ ،د ؛افق له پورې غاړې؛ دامریکال ولسمشر جوزف بایډن ،  په ۲۰۲۲کال کې  د القاعدې پر رهبر ایمن الظواهري  د امریکائي ډرون  په حملې سره  او دهغه په وژلې سریه هماغه شان  هلته دوام لري.

ممکنه ده  پنټاګان د جنګ په ډګر کې پر ګوریلاؤ یا څیړیالانو  بریالی نشي،خو  ددغه نابرابر جنګ روده ، چې  په واشنګټن او نورو  ځایونو کې ئې  ورته مخه کړې ده ، سبب کیږي،  د مبارزې اور همیشه، سوکه سوکه او دوامدار ډول ژوندی پاتې شي  او ، په عین حال کې  د پنټاګان  پوځي بودجه نهی وازې کمه شوې نه ده ،بلکې  په دوامدار ډول  لاپسې زیاته شوې هم ده ، دغه یو حیرانونکی چلول دی.

له دې امله  په دغو جنګونو کې د  امریکا ناکامۍ،ددغه  لوري  د پیرو کارو او په دغه صنعت کې  د هغوي د شریکانو ، جنرالانو او  غیر پوځي لوړروتبه چارواکو لپاره ځانګړي بریالیتوبونه  دي.

 

ټیګونه