د افغانستان او ایران تر منځ ترانزیټي همکارۍ پراختیا مومي
پارس ټوډی- د نیمروز والي «محمد قاسم خالد» د افغانستان د یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او د ایران تر منځ ترانزیټي همکاریو پراختیا مومي.
نوموړي د افغانستان د یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، د «میلک» په سرحد کې د حمل و نقل او ترانزیت اړوند ستونزې حل کیږي او د افغانستان او ایران تر منځ ترانزیټي همکاري پراختیا مومي.
د «میلک» لاره د ایران او افغانستان تر منځ د سرحدي لارو څخه یوه ده چې د سوداګریزو توکو یوه برخه له دې لارې تېریږي.
د ایران او افغانستان سرحدي لارو په ترانزیت او د توکو حمل کې ځینې ستونزې شتون لري.
د سوداګریزو توکو بار کامیونونو درېدل او په ګمرکونو کې اداري پړاوونو کې پیچلتیاوې د ایران او افغانستان تر منځ د تجارت او ترانزیت پراختیا پر وړاندې تر ټولو سترې ستونزې دي.