ولي فلسطیني ډلې د شرم الشیخ غونډه ناکامه بولي؟
-
د شرم الشیخ د غونډې انځور
پارس تودی- د حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د «شرم الشیخ» غونډې ته له پاملرنې پرته، د فلسطینیانو د مشروع حقوقو د عملي کېدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» په یوه اعلامیه کې د صهیونیستي رژیم له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون مبارکي وویله او دا یې یوه تاریخي ملي لاسته راوړنه وبلله او اعلان یې کړ چې: مقاومت او د فلسطین ملي حقونو ته ژمنتیا د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو، صهیونیستي اشغالګرو له لاسه د خاورې د خلاصون او د کډوالو د راستنیدو یوازینۍ لار ده. حماس خبرداری ورکړ چې د صهیونیستي رژیم چارواکي، په ځانګړي توګه لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د کابینې غړي ایتمار بنګویر او بزالل اسموتریچ، نشي کولی د مقاومت د لاسته راوړنو له امله د فلسطیني خلکو د خوشحالۍ د اظهار مخه ونیسي.
په شرمالشیخ غونډه کې، چې د اکتوبر ۱۳ مه یعنی د دوشنبې په ورځ، ، په مصر کې جوړه شوه، د امریکایي چارواکو د ادعاوو له مخې د اوربند توافق ته رسیدل او د غزې جګړې پای ته رسول اصلي موخه وو، په داسې حال کې چې د فلسطین مقاومت غورځنګونه لکه حماس او جهاد اسلامي په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.
د فلسطین مقاومت د شرمالشیخ غونډه غیرقانوني او د فلسطیني ولس د ریښتنې حقونو په تحقق کې بېاغیزې بولي او ځکه چې فلسطینیان په مذاکراتو کې مستقیم ګډون نه لري، خپل لومړیتوبونه د دیپلوماتیکو بهیرونو څخه په خپلواکه توګه تعقیبوي. په ځانګړي توګه د واشنګټن له لوري د صهیونیستي رژیم د وسلو او سیاسي ملاتړ په پام کې نیولو سره، د امریکا د منځګړي په رول بېباوري د دې لامل شوې چې د فلسطین مقاومت دا غونډه د سولې لپاره ریښتینې هڅه نه، بلکې یو سیاسي نمایش بولي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران، خبرداری ورکړ چې که د صهیونیستي رژیم له لوري اوربند نقض شي، مقاومت به ځواب ووایي او هیڅ توافق باید د مقاومت له اصولو څخه د شاتګ په مانا ونه ګڼل شي. د فلسطین مقاومت په دې باور دی چې له عملي ضمانتونو پرته او د ښکېلو لورو د مستقیم ګډون پرته هوکړې به پایداره نه وي.
د فلسطین مقاومت د شرمالشیخ غونډه د یوه داسې بهیر برخه بولي چې د فلسطیني ولس د ریښتینو حقونو پر ځای، د لویو قدرتونو او صهیونیستي رژیم ګټو ته ډېره پاملرنه کوي. د فلسطیني مقاومت ډلې، خپلو مېنو ته د کډوالو د بیرته ستنیدو د حق په منلو، د نیواک او د اشغال د بهیر ختمېدو، د صهیونیست ښارګیو د جوړولو د بهیر د بندېدو او د بندیانو د خلاصون په ضرورت باندې ټینګار کوي او دا موضوعات یې د خپلو لومړیتوبونو په توګه ټاکلي دي، حتی که دغه موضوعات په مستقیمه توګه د رسمي مذاکراتو په چوکاټ کې مطرح نه شي.
د امریکا حکومت په داسې حال کې د منځګړیتوب ادعا کوي چې د صهیونیستي رژیم اصلي فوځي او سیاسي ملاتړی دی، په دې خاطر دی چې د فلسطین مقاومتي ډلې د واشنګټن رول او کړچار غیرعادلانه او د صهیونیستي رژیم پلوی ګڼي. د فلسطین مقاومتې ډلې، په ځانګړي توګه حماس او اسلامي جهاد غورځنګونه، د شرمالشیخ په څېر په غونډو باندې بېباوره دي، ځکه دا شان غونډې د داسي سیاسي بهیرونو برخه بولي چې د فلسطیني ولس د حقونو د عملي کولو پر ځای، د فلسطین په خاورې د صهیونیستي رژیم د اشغال په وړاندې د خنډونو په لیري کولو او د اسرائیلو او د لوېدیځو قدرتونو د ګټو په خدمت کې دي.
د حماس او اسلامي جهاد غورځنګونه همدارنګه د شرمالشیخ په څېر غونډې بېاعتباره، بېله کومې مثبتې پایلې او د فلسطیني ولس له هیلو سره په ټکر کې بولي او غوره بولي چې خپل لومړیتوبونه د جنګ په میدان کې د مقاومت او له سیمه ایزو مینځګړو سره، د غیر رسمي مذاکراتو له لارې تعقیب کړي.
تر هغه وخته پورې چې د شرمالشیخ په څېر غونډې د اصلي ښکېلو لورو د ریښتیني ګډون پرته، د فلسطیني ولس بنیادي حقونو په پام کې نیولو به غیر او د لوېدیځو قدرتونو په محوریت سره ترسره کیږي، د فلسطینیانو د حقونو تحقق ته لاره نشي هوارولای.
د حماس او د اسلامي جهاد غورځنګونو په شمول فلسطیني ډلې، مقاومت یوازې د یرغلونو او تیریو په وړاندې غبرګون نه، بلکې د فلسطیني ولس د لاندې شویو حقونو د بیا ژوندي کولو لپاره یوه اوږدمهاله ستراتیژي بولي. دغې ډلې په دې باور دي چې پرته له میداني فشارونو او مبارزې ته له دوام ورکولو به غیر، هیڅ داسي دیپلوماتیک میکانیزم نشته چي د فلسطینیانو غوښتنې پوره او د هغوی تر پښو لاندې شوي حقوق بیرته ستنه کړي.
د شرمالشیخ په څېر غونډې، د فلسطیني مقاومت او نورو ډلو له نظره، د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدینو تر نفوذ لاندې ترسره کیږي، چې ډېری وختونه د اشغال حالت د پیاوړي کولو او له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کولو په لټه کې دي. دا بېباوري په تاریخي تجربو کې ریښه لري، لکه پخواني لنډمهالې هوکړې یا اوربندونه چې تل به د صهیونیستي رژیم د ګټو په لړ کې وو، او په کښې هیڅکله د فلسطینیانو مشروع حقونو ته پام نه وه شوې او فلسطیني حقوق یې زیانمن کړی دی.
د فلسطین حماس او اسلامي جهاد غورځنګونه د تاریخي تجربو، د غونډو د سیاسي جوړښت تحلیل او د مقاومت پر اصولو د ټینګار په نتیجه کې دې پایلې ته رسیدلي چې یوازې د میداني مقاومت او دوامداره فشار له لارې د فلسطیني ولس حقونه راژوندي کیدای شي، او د شرمالشیخ په څېر غونډې د فلسطینیانو لپاره د عدالت د تامینولو په لړ کې نه دي جوړې شوې، بلکې د بحران د مدیریت او د اشغال د تثبیتولو لپاره اوزار دي.