فلسطینی ملت به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګوري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165924-فلسطینی_ملت_به_هم_یوه_ورځ_د_آزادۍ_اختر_وګوري
 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر  فلسطیني ملت ته په یوه پیغام کې د دوي د همت او مقاومت په دوام باندې په  ټینګار  سره وویل؛د افغانانو په څېر به چې له پنځوس کلنو بحران وروسته بریالي شول، فلسطینیان به هم یوه ورځ د بریا او آزادئ خوند وڅکي.
(last modified 2025-10-14T05:56:58+00:00 )
Oct 14, 2025 10:24 Asia/Kabul
  •   فلسطینی ملت به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګوري

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر  فلسطیني ملت ته په یوه پیغام کې د دوي د همت او مقاومت په دوام باندې په  ټینګار  سره وویل؛د افغانانو په څېر به چې له پنځوس کلنو بحران وروسته بریالي شول، فلسطینیان به هم یوه ورځ د بریا او آزادئ خوند وڅکي.

 تسنیم خبري اژانس  راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني  د فلسطیني ملت هڅو او مقاومت  ته په اشارې سره  څرګنده کړه چې د دوي همت او مقاومت به حتما پایله  ولري.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان   د پنځوس کلن  بحران او جګړې په دوام کې  د  افغان ولس  مقاومت  ښودلې چې مقاوم ملتونه به په پای کې بریالي شي.

سراج الدین حقاني  فلسطیني ولس ته په خطاب کې وویل: «تاسو خپل همت له لاسه مه ورکوئ او د افغانانو په څير چې پر مجاهد افغانستان ملت، له ۵۰ کلونو جګړو او تیریو  وروسته د صبر او هڅو په مرسته بریالي شول، تاسو به هم یوه ورځ د آزادۍ  اختر وګورئ.»

هغه په خپل پیغام کې له فلسطیني ملت څخه غوښتنه وکړه چې د مقاومت او د خپلو حقوقو د دفاع په لاره کې ثابت قدم پاتې شي او نا امیده نه شي، ځکه چې په پاي کې «بریا د همت او صبر له لارې ترلاسه کېږي.»

حقاني ټینګار کړی، چې پر غزې  تړانګې  د صهیونیسټي رژیم حملې د فلسطینيو خلکو پر وړاندې یو نه بخښونکی جنایت دی.

د افغانستان د  طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې د فلسطین بحران او د غزې او لویدیځې غاړې وضعیت لا هم د سیمې او نړیوالو  یوه تر ټولو حساسه مسئله ده.د افغانستان طالبانو تل د فلسطیني ملت ملاتړ او د اسرائیلي نیواکګرۍ د محکومولو پالیسي په خپلو رسمي اعلامیو او پیغامونو کې څرګنده کړې ده.