دمګړئ له کابل سره اسلام اباد هیڅ ډول اړیکه نه لري
د پاکستان دفاع وزیر ووئیل؛د افغانستان په وروستیو حملو وروسته،دمګړئ د اسلام آباد او کابل ترمینځ هیڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم اړیکه نشته او عمومي فضا لا هم ترینګلې ده.
د تسنیم خبري اژانس له راپور سره سم، د پاکستان دفاع وزیر خواجه عاصف، له «جیو نیوز» خبری چینل سره په ځانګړې مرکې کې ووئيل؛د افغانستان نه اټکلیدونکې حملې چې د پاکستان د پولو په اوږدو کې شوې، د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې ئې یوه بن بست ته رسولي دي.
هغه زیاته کړه؛دمګړئ فعاله جګړه نشته، خو عمومي فضا ترینګلې ده او اسلام اباد له کابل سره هیڅ اړیکه نه لري.
خواجه آصف ټینګار وکړ چې شخړې هر وخت کیداي شي بیا پیل شي ،هغه دغه راز له افغانستان سره د مذاکراتو په اړه وویل؛ د ګواښ په سیوري کې خبرې اترې هیڅکله هم د منلو وړ نه دي. که افغانستان غواړي چې مذاکره وکړي خو په هماغه وخت کې پاکستان ګواښي، نو لومړی باید پخپلو ګواښونو عمل وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان د حملو په ځواب کې د دغه هیواد پوځي اقدامات طبیعي وګڼل او وې ویل: مونږ هستوګنې سیمې او غیر پوځي وګړي نه دي په نښه کړي او یوازې پټنځایونه موټارګټ کړي دي.
هغه وویل، د افغانستان خاوره د ډیرو نړیوالو ترهګرو ډلو ټپلو پټنځای او روزنیز مرکز دی چې پکې داعش، القاعده او ټي ټي پی شامل دي، دا ډلې د کابل د طالب حکومت تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.