ایران او کویټ د سرحدي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
Oct 14, 2025 05:57 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو د سرحد ساتنې قومندان د کویت د ساحلي ګارډ د عملیاتو د عمومي مدیر مرستیال سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ګډو سرحدونو امنیت تامین او سمندري جرمونو سره د مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د سرحد ساتنې قومندان سردار احمدعلي ګودرزي د کویت د ساحلي ګارډ د عملیاتو د عمومي مدیر مرستیال خالد سالم سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ دیني او فرهنګي مشترکاتو په شتون ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: د دیني او سیاسي مشترکاتو سربېره، باید سرحدي تعامل او ګډه همکاري هم پراختیا ومومي.
ټیګونه