په خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید بیا د ۳۸کسانو وینه وبهوله
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک کې پر یوې امنیتي پُستې په ځانمرګي بریدکې د نهو پوځيانو پشمول څوارلس کسان وژل شوي او کابو ۲۴ نور ټپیان شوي دي ، په مستونګ کې په یولړ عملیاتو کې ۴ ترهه ګر هلاک شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک سیمې کې پر یوې امنیتي پُستې د ترهه ګرو په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان، چې امنیتي ځواکونه، د پولیسو ماموران او د ځنګلونو د ادارې یو چارواکی هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې شین هوا خبري اژانس هم د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا برید د ټانک ولسوالۍ په یوې امنیتي پُستې بانې هغه مهال شوی، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د دغې پُستې ترڅنګ وچاوداوه.
امنیتي سرچینو زیاته کړې چې په وژل شویو د پاکستان د پوځ نهه پوځيان ، ۴ د پولیسو افسران او د خیبرپښتونخوا د ځنګلونو د ادارې یو چارواکی شامل دي.
د راپور له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ټپیان شوي، چې په هغوی کې ۲۰ پوځیان او ۴ پولیس شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
سرچینو ویلي چې امنیتي پُسته د زورورې چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده او د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په ځای کې د قربانیانو د لټون او لېږد عملیات ترسره کوي. د دوی په وینا، ښائي درې پوځیان لا هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
سرچینو دا هم ویلي چې له دغه ځان مرګي برید وروسته د تصفیې عملیاتو پر مهال، پاکستانيو امنیتي مامورانو د دغې پُستې شاوخوا سیمو کې د وسلهوالو ډلو درې غړي هم وژلي دي.
له دې سره په یووخت د پاکستان دپوځ آئي ایس پي آر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمې کې ئې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د فتنه الخوارج څلور مهم ترهه ګر هلاک کړی او د هغوي یو سهولتکار او ورسره څو ملګري نور نیولي دي.