طالبانو له یوناما وغوښتل د کډوالو لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړي
Jul 23, 2026 06:31 Asia/Kabul
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حقاني د یوناما له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په موخه نړیوالې مرستې راجلبې کړي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د کډوالو د مېشتېدو، ښاري پراختیا او د استوګنې د پروژو په اړه خبرې وشوې.
د وزارت په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې نږدې ۷۰ زره راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د یوناما مرستیال هم د کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
ټیګونه