بقایي: ایران له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179610-بقایي_ایران_له_پاکستان_سره_د_اړیکو_پیاوړتیا_ته_ژمن_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د ایران او پاکستان اړیکې پر ژورو تاریخي ګډو ارزښتونو او د دوستۍ پر تلپاتې اړیکو ولاړې دي
(last modified 2026-10-08T09:43:25+00:00 )
Oct 08, 2026 14:12 Asia/Kabul
  • بقایي: ایران له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، د ایران او پاکستان اړیکې پر ژورو تاریخي ګډو ارزښتونو او د دوستۍ پر تلپاتې اړیکو ولاړې دي

بقایي ویلي، له پاکستاني سفیر عمران احمد صدیقي سره یې ګټورې خبرې کړې دي او تهران هوډ لري چې د دواړو هېوادونو د ملتونو د خیر او ښېګڼې لپاره دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، ایران هغه لومړنی هېواد و چې په ۱۹۴۷ کال کې یې د پاکستان له خپلواکۍ اعلان وروسته دغه هېواد په رسمیت وپېژاند.