د هېوادونو د شتمنیو ضبطول یوه خطرناکه مخینه رامنځته کوي
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ هغه ګواښ وغنده چې د ایران د شتمنیو د ضبطولو په اړه ئې کړی ؤ او ټینګار ئې وکړ چې د دغه ډول اقداماتو له امله رامنځته کېدونکې ګډوَډي او بېثباتي نه د منلو وړ ده او نه به د سولې سبب شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې ، سید عباس عراقچي نن سهار په ایکس ټولنیز چینل کې په خپل یوه پیغام کې ولیکل:
د یوه هېواد د شتمنیو ضبطول، څو په راتلونکي کې د احتمالي او ناغیرو ادعاګانو د جبران لپاره ترې کار واخیستل شي، یوه خطرناکه او کړکېچزیږوونکې مخینه رامنځته کوي.
عراقچي زیاته کړه:هغه کسان چې د دغه ډول سرچینو هرکلی کوي یا ترې ګټه اخلي، باید په یاد ولري چې کله حکومتونه د نورو د شتمنیو مصادره کول په یوه عادي کړنلاره بدل کړي، نو بیا به هېڅ شتمني د امنیت او خوندیتوب ضمانت ونه لري. له داسې بهیر څخه راولاړېدونکې ګډوډي او بېثباتي نه د خوښې وړ ده او نه هم سولهییزه چاره رامینځةکوي.