د ایران او عراق مشرانو د سټراټیژیکو ملګرتیاؤ پر ژورتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175494-د_ایران_او_عراق_مشرانو_د_سټراټیژیکو_ملګرتیاؤ_پر_ژورتیا_ټینګار_وکړ
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مشرانو د دواړو هېوادونو ترمینځ پر ژورو تاریخي، کلتوري، دیني او ولسي اړیکو د ټینګار ترڅنګ، د دغې ارزښتمنې پانګې پر ساتنې او پیاوړتیا د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا لپاره د مهم بنسټ په توګه ټینګار وکړ.
(last modified 2026-07-23T12:38:03+00:00 )
Jul 23, 2026 17:05 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق مشرانو د سټراټیژیکو ملګرتیاؤ پر ژورتیا ټینګار وکړ

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق مشرانو د دواړو هېوادونو ترمینځ پر ژورو تاریخي، کلتوري، دیني او ولسي اړیکو د ټینګار ترڅنګ، د دغې ارزښتمنې پانګې پر ساتنې او پیاوړتیا د سټراټیژیکو همکاریو د پراختیا لپاره د مهم بنسټ په توګه ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د عراق له لومړي وزیر علي فالح الزیدي سره، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ئې  سفر راکړی، وکتل او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو مهمو موضوعاتو او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او ژورتیا د لارو چارو په اړه ئې سره  خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران ولسمشر او د عراق لومړي وزیر د دواړو هېوادونو ترمینځ شویو ګډو هوکړو ته په اشارې وویل، د دغو هوکړو د بشپړ عملي کېدو چټکتیا د اړیکو د پیاوړتیا او د متقابلو ګټو د تأمین لپاره یو مهم ګام دی.

دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، انرژۍ او سیمه‌ییزو ملګرتیاؤ  په برخو کې د ګډو ظرفیتونو پر فعالولو هم ټینګار وکړ.

د ایران او عراق مشرانو همدارنګه د دوامدارې همغږۍ او نږدې همکارۍ اهمیت ته په اشارې، د همکاریو د نویو افقونو پر پرانیستلو د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو لپاره د یوې سټراټیژیکې اړتیا په توګه ټینګار وکړ.

دوي څرګنده کړه چې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا به نه یوازې د دواړو هېوادونو ثبات، امنیت او هوساینه پیاوړې کړي، بلکې د دواړو وروڼو ملتونو د ګډو ګټو د تأمین او د سیمې د یووالي او همغږۍ د ټینګښت په برخې کې به هم مهم رول ولوبوي.