د افغانستان پر کندهار د پاکستان لخوا هوایي بریدونه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165838-د_افغانستان_پر_کندهار_د_پاکستان_لخوا_هوایي_بریدونه_شوي
پارس ټوډی- د افغانستان د کندهار ولایت په یوه سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه شوي دي. 
(last modified 2025-10-13T02:02:05+00:00 )
Oct 13, 2025 06:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر کندهار د پاکستان لخوا هوایي بریدونه شوي

پارس ټوډی- د افغانستان د کندهار ولایت په یوه سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه شوي دي. 

د افغانستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ماښام د کندهار ولایت د "سپین بولدک" ولسوالۍ د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو هدف وه. 

تر دې وړاندې د افغانستان رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستاني سرحدي ساتونکو له خوا د پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر سرحدي سیمو باندې توغندیز بریدونه شوي دي. 

دا بریدونه د تېرې شپې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ساتونکو ترمنځ د اوو سرحدي ولایتونو د سختو نښتو وروسته شوي دي.