Apr 29, 2024 16:16 Asia/Kabul
  • په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون مخې ته مظاهره چیانو د اسراییلو د جنایتونو پرضد لاریون وکړ. (Kena Betancur/AFP/Getty Images)
    په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون مخې ته مظاهره چیانو د اسراییلو د جنایتونو پرضد لاریون وکړ. (Kena Betancur/AFP/Getty Images)

پارس ټوډی- د یوه شنونکي په وینا، د لویدیځ سیاست له ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د بیان ازادۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی او اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلی چې نه یوازې رنګین پوستي خلک د نژادي تبعیض پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې پوهنتونوالو او حتی ځینو امریکايي سیاستوالانو او د دې هیواد د چارواکو اولادونو هم د اعتراض غږ پورته کړی دی.

د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د اعتراضونو څپه د کولمبیا په پوهنتون کې د سلګونو مظاهره چیانو له نیول کیدو وروسته پراخې شوې او د دغه هیواد په ډیرو پوهنتونونو کې له خپریدو وروسته د نړۍ د نورو هیوادونو پوهنتونونو ته هم په خپریدو ده.

په نیویارک کې د کولمبیا له پوهنتون څخه مظاهرې ۹ ورځې وړاندې (د اپریل په ۱۷) پیل شوې او مظاهره کوونکو محصلینو له اسرائیلي بنسټونو سره چې د غزې په جګړه کې ښکیل دي، د دغه پوهنتون د اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه. په نورو پوهنتونونو کې هم لاريون کوونکي ورته غوښتنې لري.

 

له بلې خوا د امریکا حکومت د دغو مظاهرو او اعتراضونو د ختمولو لپاره پوځي اقدام پیل کړی دی.

دلته د دې پیښو په اړه د یو شمیر ایراني کارپوهانو تحلیلونو او څیړنو ته کتنه کوو:

د غیر مهاجر امریکایانو پراخ شتون

 

د تهران پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د پوهنځي غړی فواد ایزدي:

 

تاسو اړتیا نلرئ چې مسلمان اوسئ یا په دې مظاهره کې د ګډون لپاره په کیڼ اړخ کې اوسئ. یوازې انسانیت کافي دی چې د دې انځورونو په لیدلو سره په مظاهرو کې برخه واخلي.

ممکنه ده چې لویدیځې رسنۍ دا پېښې له منځه یوسي، خو دا کار د مسئلې په ماهیت او بڼه کښې بدلون نه راولي.

 

که چیرې د دې نفوس یوه سلنه هم مسلمانان وي، موږ باید پوه شو چې دوی کډوال نه دي. بهرني محصلین معمولاً په مظاهرو کې برخه نه اخلي ځکه چې کیدای شي دوی له امریکا وایستل شي. که دوی د مظاهره کوونکو په منځ کې مسلمانان دي که نه، موږ باید پوه شو چې دا خلک د امریکا اتباع او ښاریز دي. دا د دوي د امریکايي ملیت وجه ده چې څو چنده دنده د ځان په غاړه ګڼي.

 

د لیبرال ډیموکراسۍ هڅوونکې ننګونه

 

د ایران د پیام نور پوهنتون د پوهنځی غړی سعید عبدالمالکی:

په 2003 کال کې، متحده ایالاتو په عراق کې د اټومي بم د موندلو لپاره دغه هیواد په بله واړوه،خو دا له دروغ پرته بل څه نه وو. نن په غزه کې څه دپاسه ۳۵ زره کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. لیبرال ډیموکراسي د دې نسل وژنې لپاره کوم جواز او توجیه لري؟! په حقیقت کې هیڅ داسې دلیل نشته چې د نړۍ عامه افکار او د امریکا د علمی شخصیتونو ته په دې برخه کې قناعت وکړي. محصلینو او استادانو ځکه ملي پاڅون پیل کړ، چې احساس کوي چې دې نظام د دوی هویت، غرور او انسانیت لوټ کړی او په حقیقت کې له یوه پوځي او اشغالګر نظام سره مخ دي.

غربي سیاست دموکراسي، بشري حقونه او د بیان ازادي د یوې وسیلې په توګه کارولې ده او اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلې چې نه یوازې دا چې رنګین پوستي خلک د نژادي تبعیض پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې پوهنتوال او حتی ځینې امریکايي سیاستوال او د امریکې د چارواکو بچیان هم مبجور شوي چې خپله چغه پورته کړي.

لیرې نه ده چې د پوهنتون دغه پاڅون به په یوه ټولنیزه وبا بدل شي ځکه چې د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ د امریکې د حکومت هر اړخیزه دفاع او ملاتړ، د دغه رژیم د ماشوم وژنې او نسل وژنې د امریکې د ټولنیزو او سیاسي پانګو یعنې د امریکې د ارزښتونو لپاره هیڅ آبرو او عزت نه دې پریښې.

 

د هویت د شخړو جدي رول

 

هادي خسروشاهین د امریکي د مسایلو کارپوه:

 

په خپل وروستي کار کې د فرانسیس فوکویاما د تیورۍ له مخې چې د هویت د کتاب په نوم خپره شوی، تقریباً د قناعت وړ شواهد - په ځانګړې توګه د 2016 له نومبر وروسته – شتون لري چې امریکا د هویت د شخړو زمانې ته ننوتې ده. د دې هویتي شخړو د څرګندیدو لپاره ډیری دلیلونه شتون لري.

ښایي د دغو شخړو د رامنځ ته کیدو تر ټولو مهم لامل د ځینو هغو تاوانونو له امله وي چې په غربي لیبرال ډیموکراسۍ کې شتون لري.

 

 

ټیګونه