May 16, 2024 12:05 Asia/Kabul
  • د امریکايي چارواکي د شیطاني افکارو افشا شوې ویډیو / په غزه کې د هیروشیما تکرار
    د امریکايي چارواکي د شیطاني افکارو افشا شوې ویډیو / په غزه کې د هیروشیما تکرار

پارس ټوډې – د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازي تیم والبرګ (Tim Walberg) په یوه غونډه کې وړاندیز وکړ  لکه څرنګه چې امریکا د جاپان په «ناګاساکي» او «هیروشیما» باندې یو اتومي بم وغورځاوه، پر غزې تړانګې هم یو اټومي بم وغورځول شي ترڅو "کار ژر تر ژره پای ته ورسېږي."

ایراني ژورنالیست الهام عابدیني په ایکس ټولنیزه شبکه کې د ټیم والبرګ د خبرو ویډیو خپره کړې او لیکلي دي:

"وروستۍ خبره او نیت همدای دی: د فلسطین د خلکو بشپړ پاکول په هرې لارې او طریقې سره. په دې ویډیو کې د متحده ایالاتو د کانګرس غړی ټیم والبرګ وايي، چې د غزې د جګړې حل لاره، د هغه کار په څېر ده چې په هیروشیما او ناګاساکي کې وشوه. هو! اتوم بم... ګړندی او موثر!»

په ایکس ټولنیز شبکه کې د الهام عابدیني د پوسټ عکس

 کلیدي ټکي: پر جاپان باندې د امریکا اټومي برید، پر غزې د اټومي برید وړاندیز، په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه، د فلسطین توکمیز پاکول، امریکا او اسرائیل

ټیګونه