د روسیې د دولتي موزیم مشر: د تهران د کتابونو نندارتون په نړۍ کې د کتابونو یو له سترو نندارتونونو څخه دی
پارس ټوډی – د روسیې د ادبیاتو د تاریخ د دولتي موزیم مشر وایي: د تهران د کتابونو نندارتون حیرانوونکی او د هغه نندارتونونو په منځ کې چې ما لیدلي تر ټولو لوی د کتابونو نندارتون دی.
د روسیې هېواد د ادبیاتو د تاریخي موزیم مدیر او ادبي نقاد دیمیتري باک چې په لومړي ځل ایران ته راغلی، د تهران کتابونو نندارتون څخه د لیدنې پر مهال وویل: که څه هم ما په بېلا بېلو هېوادونو کې تر سلو ډیر کتابونه لیدلي دي، خو د تهران د کتابونو نندارتون په ریښتیا هم حیرانوونکی دی او زما په اند د تهران د کتابونو نندارتون یو له سترو کتابونو څخه دی چې ما تر اوسه لیدلی دی.
هغه د تهران د ۳۵م نړیوال کتاب نندارتون له مطبوعاتي دفتر سره په مرکه کې وویل: په دغه نندارتون کې مې له ډیرو مشهورو او کلاسیکو ایراني شاعرانو او لیکوالانو لکه خیام، حافظ، فردوسي، سعدي، مولوي او نورو سترو ایراني ادبیاتو سره اشنا شوم.
باک زیاته کړه: زما په اند د ایران او روسیې ادبیات او کلتور یو بل ته ډیر نږدې دي، په همدې نندارتون کې مو د روسیې د نامتو لیکوال او شاعر پوشکین په اړه خبرې وکړې، چې د حافظ له اثارو او حتی د قرآن کریم له آیتونو سره یې په اثارو کې تصنیفونه کړي وو.
هغه وویل: د روسیې د کتابونو نندارتون د اګست په وروستیو او د سپتمبر په لومړیو کې په ماسکو کې جوړیږی او د ایران اسلامی جمهوریت هر کال په دغه نندارتون کې په رسمی توګه د یو ستر ځآی په جوړولو سره مخکښ حضور لری. هغه زیاته کړه، زه ډیر لیواله یم چې ایراني لیکوالان په دې نندارتون کې ګډون وکړي او له روسي لیکوالانو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
د تهران د کتابونو ۳۵م نړیوال نندارتون د «راځئ چې ولولئ او جوړ کړو» په شعار سره د مې په اتمه د تهران په امام خمیني (رح) په مصلای کې پیل شو او د مې تر ۱۸مې نیټې پورې به د سیلانیانو لپاره پرانیستی وي.