امریکا پر ایران د صهیونیسټي رژیم په برید کې ترټولو زیاته همکاري کړې ده
(last modified Wed, 30 Oct 2024 08:22:06 GMT )
Oct 30, 2024 12:52 Asia/Kabul
  • امریکا پر ایران د صهیونیسټي رژیم په برید کې ترټولو زیاته همکاري کړې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایران په خلاف د صهیونیسټي رژیم د وروستي تیري په اړه وویل: امریکا په دغه برید کې زیاته ملګرتیا کړې ده.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: امریکا صهیونیسټي رژیم ته ضروري هوایي کریډور برابر کړ او له همدې امله د دغو حملو اصلي شریکان امریکا او ځینې اروپایي هېوادونه دي. "

عراقچی زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم تیری غندي او د ځواب ویلو حق لري. په هرصورت، د ایران پر خاوره برید شوی او طبیعي ده چې موږ به په مناسبت وخت کې ځواب ووایو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په ايران کې د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو سره له کتنې وروسته خبريالانو ته وويل: زموږ دريځ د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په بشپړه توګه څرګند دی؛ هغه تیری چې ترسره شوی، د ځواب ورکولو وړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د تندر ترهګرې ډلې د مشر له اعدامولو او د جرمني د حکومت له غبرګونونو وروسته وویل: په ایران کې هېڅ ترهګر له مصونیت څخه برخمن دی،  حتی که د جرمني له خوا یې ملاتړ وشي.

عراقچي زیاته کړه: جمشید شارمهد په ښکاره او په بې شرمۍ سره پر یوه جومات (حسینیه) باندې د تروریستي برید مشري کوله چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۴ بې ګناه خلکو د شهادت سبب شو. په دغه برید کې تر ۲۰۰ ډېر کسان همدارنګه ټپیان شوي دي.

ټیګونه