روسیه په افغانستان کې د سولې دپیاوتیا لپاره ژمنه ده
(last modified Wed, 30 Oct 2024 01:57:19 GMT )
Oct 30, 2024 06:27 Asia/Kabul
  • روسیه په افغانستان کې د سولې دپیاوتیا لپاره ژمنه ده

د روسیې د مشرانو جرکې مشرې چې د پاکستان په سفر تللې ، ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،ماسکو  په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا لپاره هماغه  راز پابنده ده

تسنیم خبری آژانس رآپور ورکړی ، د روسیې د مشرانو جرګې مشرې میرمن والنتینا ماتوینکو په خپلې وینا کې  ووئیل ،ماسکو او اسلام اباد  باید  د امنیتی مسئلو به باب خپل متقابل درک وساتي . هغې ووئيل، ډاډمنه یم  چې د نړۍ د ثبات او امنیتی مسئلو،په فضا کې د وسلو ددیره کولو دمخنیوی،د بیالوجیکي  ،کیمیکل او زهرجنو وسلو  دممنوعیت،د غیر قانونی بندیزونو د نه منلو  او دغه راز د بشری حقوقو په خبرواترو کې  د سیاسی چارو  نه منلو  په باب  به مونږ خپل متقابل درک وساتو.

ماتوینکو ټينګار وکړ، ماسکو  په افغانستان کې د سولې د پياوړتیا لپاره هماغه راز ژمنه ده او په دې باب به خپلې ټوله هڅې وکاروي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر  ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم څه موده مخکې له روسي رسندویو سره په یوې مرکې کې وئیلی وو، د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رژيم د په رسمیت له نه پیژندلو سره سره ، روسیه  له کابل سره دوستانه اړیکې لري چې زیاتره  پر اقتاصدي ملګرتیاؤ متمرکزې دي. هغه ټینګار کړی دی د افغانستان له طالبانو سره سیاسی اړیکې   دوام لري ،البته په هرحال  په رسمیّت پيژندنې ته ځیني دودیز حقوق او  اړتیاوې وجود لري . زما له شخصي نظره ددغې مسئلې حل  ته لاس رسی ممکن دی .

 

ټیګونه