د اسرائیلو ګڼ شمیر ښاریز قبرص ته وتښتیدل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «هاارتص» عبري ژبې ورځپاڼې په یوه راپور کښې خبر ورکړ چې د نیواکي ټاټوبو د فضايي حدودو په تړل کیدا او د ایران د احتمالي حملو د اندیښنې په خاطر سلګونو صهیونیسټ ښارګي میشته خلک د ډیرو پیسو په ورکولو سره د سمندر له لارې قبرص ته د تښتیدا په حال کښې دي.
د صهیونیسټ رژيم د رسنیو د راپور پراساس سلګونو صهیونیسټان له هغو ډلو سره یوځاې شوي دي چې د سمندر له لارې د تښتیدا ځاې ناستي لارې برابروي.
یوه کس چې غوښتل نوم یې ایشوا نشي وویل ټول صهیونیسټان د تښتیدا په حال کښې دي ځکه چې بله لاره نلري.
حتی هغه کسان چې پیسې لري پوهیږي دغه لاره بې خطره نه ده د کشتیو ماڼوګاڼو هم هغوې ته خبرداری ورکړی دی چې د سمندري لارې په اوږدو کښې د جدي مشکلاتو لپاره چمتو ووسي.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو مخکې خبر ورکړی و چې سلګونو اسرائیلیان او خارجي وګړي هڅه کوي چې د زرګونو ډالرو په ورکولو سره د سمندر له لارې له نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو څخه وتښتي.