نیویارک ټایمز لیکلي؛ امریکا د سټراټیژیکې ماتې په درشل کې ده
پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د خپلو موخو د نه ترلاسه کولو په اړه لیکلي چې دا جنګ نه یوازې امریکا د یوې سټراټیژیکې ماتې تر درشله رسولې، بلکې د متحدینو باور ئې هم ډير زیانمن کړی دی
د پارس ټوډې د راپور له مخې، لوېدیځي چارواکي او شنونکي باور لري چې د امریکا له متحدینو څخه د ډېرو په نظر، د ایران پر ضد جنګ د سټراټیژیکې ماتې پر لور روان دی.
راپور زیاتوي، د امریکا متحدین اندېښنه لري چې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي ځواک بې وسي، د داسې دوامدار بدلون په رامنځته کولو کې، هغه کمزورۍ رابرسیره کړې چې روسیه او چین به ترې هرکلی وکړي.
د راپور په بلې برخې کې د امریکا د پوځي او ډیپلوماټیک اعتبار ترپام وړ کمېدو ته اشاره شوې او ویل شوي
د دغه جنګ پر مهال د واشنګټن چلند دا انګېرنه پیاوړې کړې چې امریکا د نړیوالې ګډوډۍ په رامنځته کولو کې په یوې نه اټکل کېدونکي وسیله بدله شوې ده.
راپور زیاتوي چې همدې وضعیت د واشنګټن د متحدینو باور سخت زیانمن کړی او ګڼ هېوادونه هڅه کوي پر امریکا خپله تکیه کمه او خپلې بهرنۍ اړیکې په مختلفو ډولو نو سره لا زیاتې کړي
نیویارک ټایمز د خپل راپور په پاي کې، د ایران پر ضد د امریکا جګړه له هغو جګړو سره پرتله کړې چې امریکا ئې مخکې په ویتنام، عراق او افغانستان کې تجربه کړې وې، او لیکي: ښائي امریکا یو ځل بیا په یوې اوږد او ستړي کوونکې جنګ کې د ماتې له برخلیک سره مخ شي.