د امریکا لخوا د جنګ زیاتول د هرمز اوبلارې غوټه لا کلکوي
Aug 01, 2026 04:31 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «محمد باقر ذوالقدر» په یوه پيغام کښې ټینګار وکړ: د امریکا لخوا د جنګ زیاتول د هرمز اوبلارې قفل لا پسې محکم کوي.
هغه په دغه پیغام کښې چې نن سهار وختي خپور شو وویل: د امریکا رژیم لخوا د سمندري کلابندۍ او د جنګ د زیاتولو دوام هم د هرمز اوبلارې قفل پیاوړی کوي او هم نورې اوبلارې او سمندري لارې بندوي؛ او د هغه تاوان به نړیوال اقتصاد، د انرژۍ بازارونه او د امریکا رایې ورکونکي ورکړي.
ټیګونه